سرپل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): په سرپل کې ١٥٠٠ مېرمنو د کرنې څانګې په مرسته د سبزيجاتو کرنې ته مخه کړې او دوى يې د دغه کښت پراختيا ته هڅولې؛ ځکه چې دغه اقدام د دوى د کورنيو پر اقتصادي غوړېدا ښه تاثير کړى دى.
د سرپل د مرکز نو اباد اوسېدونکې ٣٤ کلنه نوريه هم يو له دغو مېرمنو ده.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام (NHLP) شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د هغه لپاره د ٢٥٠ متره مربع مساحت لرونکې شنه خونه جوړه کړې ده.
نوريه وايي چې د دغه پروګرام ښځينه کارکوونکو د سبزيجاتو د ډولو د کښت او روزنې څرنګوالى هم دې او نورو مېرمنو ته ور زده کړى دى.
نوموړې د دغه کښت د لارو چارو له زده کولو او عايداتو خوښه ده او وايي چې په ژمي کې د دې شنې خونې حاصلات نه يوازې چې د دې د اووه کسيزې کورنۍ اړتياوې پوره کوي، خپلو ګاونډيانو ته يې هم ورکوي او د پلور له درکه يې څه باندې شپږ زره عايد هم ترلاسه کړى دى.
د پنځو ماشومانو مور نوريې هم وويل: ((ښه دى، ژوند مو تېرېږي، اوس کولى شم چې له خاوند سره مې د کور لګښتونو کې مرسته وکړم، سبزيجات خپله زموږ د کورنۍ غړو ته هم ښه تغذيه ده.))
د هغه په خبره، پلان لري چې دغه کار ته پراختيا ورکړي او له پاتې ځمکو هم د سبزيجاتو د کرکيلې کار واخلي.
د سرپل د مرکز د باغ کوچه کلي اوسېدونکې شل کلنه نسرين هم وايي چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام د دې لپاره د ٢٥٠ متره مربع په مساحت سره شنه خونه جوړه کړې او د ګټه اخيستنې لارې چارې يې هم ور ښودلې دي.
هغه چې د خپلې شپږ کورنۍ مشره لور ده، وويل چې پلار يې موټر چلوي او په ډېرې سختۍ سره د خپل کور لګښتونه پوره کوي.
نوموړې چې له ١٢ ټولګې فارغه شوې، پژواک ته وويل چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو په سبب له تحصيله پاتې شوې او تل ورسره دا فکر دى چې له پلار سره د کورنۍ اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
هغې وويل: ((دغې موسسې ډېرې مرستې راسره کړې، موږ ته يې ډېره ښه شنه خونه جوړه کړې، د استفادې چل يې هم را وښود چې څنګه يې ساتنه وکړو او څه ډول ترکاري بسته بندي کړو، اوس دهقانه شوې يم.))
نسرين وايي، که څه هم دغه شنه خونه کوچنۍ ده، خو په همدې تېر ژمي کې يې رومي بانجان، مرچ، پالک، ګشنيز، ګندنه او نعنا په کې کرلي وو چې له دغه درکه يې هم شاوخوا لس زره افغانۍ ترلاسه کړې او هم يې کورنۍ اړتياوې ترې پوره کړې دي.
د هغې په خبره، دا چې د سبزيجاتو د کرکيلې طريقه يې زده کړې، کولاى شي چې خپل کار ته پراختيا ورکړي او په خپلو نورو ځمکو کې هم دا ډول کښت وکړي چې عايد به يې هم زيات شي.
دواړه سرچينې له کرنې رياسته غواړي چې له دوى سره د اصلاح شوو تخمونو او سبزيجاتو د کرکيلې د پراختيا په برخه کې مرسته وکړي.
د سرپل ولايت د ښځو چارو مشره نسيمه ارزو وايي: ((د کرنې وزارت د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي پروګرام له رياست سره په همغږۍ د بېوزلو مېرمنو په ځانګړي ډول د کونډو لپاره کوچني کوروني باغونه جوړ کړي، يو بريالى پروګرام دى، مېرمنې يې پياوړې کړې، څو د کرکيلې له لارې د ژوند اړتياوې پوره کړې.))
د معلوماتو له مخې، د ياد پروګرام له مخې د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې ١٥٠٠ ښځو ته باغچې جوړې شوې او د هر فصل مطابق ترکاري په کې کرل کېږي.
هغه وايي چې مېرمنې خپل حاصلات بازار ته وړاندې کوي او له لارې يې له خپلو کورنيو سره مالي مرسته کوي.
نوموړي هم دغه اقدام مهم وباله او ویې ويل: ((که چېرته مېرمنې مالي خپلواکي ولري، کولاى شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى وکړي.))
په ورته وخت کې په سرپل کې د کوچنيو باغچو او مالدارۍ د ملي پروژې مسوولې فرزانې يوسفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو سره به دا پروسه ټولو ولسواليو او لرو پرتو سيمو ته وغځول شي.
د مالدارۍ او بڼوالۍ د ملي پروژې چارواکي وايي چې د ښځو لپاره پر کوچنيو باغونو سربېره يې د لس ډوله مېوو څلور زره نور باغونه هم په دغه ولايت کې جوړ کړي دي.
د (افغانستان په ٢٠١٧ کال کې) په نوم د اسيا بنسټ يوه سروې څرګندوي چې په سرپل کې شاوخوا ٢٥ سلنه ښځې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.










