جلال اباد (پژواک، ۳۰ وری ۹۷): د ننګرهار پوهنتون محصلينو او د امنيه قوماندانۍ پوليسو په دغه ولايت کې د پېښو پرمهال د خلکو د ژوند ژغورنې په موخه د وينې ورکړې لړۍ پيل کړه.
د قوماندانۍ پوليسو ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې او محصلينو او استادانو د پوهنتون په انګړ کې د وينې ورکړې بهير پيل کړی او پلان دی چې ياده لړۍ عامو خلکو ته هم وغځېږي.
د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د وري په ٣٠مه، د وينې ورکړې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، له دغې چارې موخه د پېښو پرمهال د ټپي کېدونکو ټولو امنيتي سرتېرو او عامو خلکو ژوند ژغورل دي.
هغه زياته کړه، ډېر کله د پېښو ټپيان د وینې نه موجوديت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ نو ځکه خو يې دغه لړۍ پيل کړه چې د خلک ژوند وژغورل شي.
د احمد الله په نوم يو پوليس چې په خپله خوښه يې ۵۰۰ سي سي وينه ورکړې وه، پژواک ته وويل چې غواړي په خپل دغه کار د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.
ده پر نورو پوليسو او عامو خلکو هم غږ وکړ چې د خپلې وينې په ورکولو دې د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.
بلخوا د ننګرهار پوهنتون سلګونه محصلينو او استادانو هم د وينې ورکړې په پروګرام کې (وينه ورکړئ، وينه مه تويويئ) تر شعار لاندې خپلې وينې د پېښو ټپيانو ته ډالۍ کړې.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخېل وويل چې دا چاره د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره پيل شوې او هر محصل په خپله خوښه دغه چاره ترسره کوي.
دی وايي، نن د دغې لړۍ د پيل په ورځ شاوخوا درې سوه محصلينو خپلې وينې ورکړې او ټاکل شوې نورو ورځو کې هم دا لړۍ دوام وکړي.
د پوهنتون يوه محصل سيد صبغت وويل، ډېر خوښ دی چې د خپلې وينې په ورکړې د يو انسان د ژوند ژغورلو هڅه کوي.
هغه پر هېوادوالو غږ وکړ چې د وينې تويولو پرځای وينه ورکړئ او د هېواد د ابادۍ لپاره ګامونه پورته کړئ.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل هم د پوهنتون له محصلينو او استادانو او هم د امنيه قوماندانۍ له ادارې او پوليسو مننه وکړه چې عامې روغتيا رياست له وينې بانک سره يې مرسته وکړه.
د يادولو ده چې ننګرهار کې تر دې وړاندې هم ورته پروګرامونه ترسره شوي او دا د دغه ولايت د يو ښه فرهنګ په توګه دود شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










