کابل (پژواک ٤ غويى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر ایمرجنسي روغتون ته ورغى او په کابل کې یې د وروستي بريد د ټپیانو پوښتنه وکړه او له هغوی سره یې خواخوږي وښوده.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
پرون (يکشنبه د غويي۲مه) له غرمې مخکې لس بجې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د تذکرو وېشلو پر يوه مرکز ځانمرګی بريد ترسره شو، چې ٦٩ کسان په کې ووژل شول او ١٢٠ ټپيان شول. د دغه بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى دى.
سرچينه کاږي، د دغه روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو د بستري ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل، وې ویل، د ډاکټرانو ټیم د زیار او هڅو له امله د ټپیانو وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.
اشرف غني د ډاکترانو ټیم څخه د قدردانۍ تر څنګ د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې ټپیان د ولسواکۍ قهرمانان وبلل.
هغه د ټپيانو د روغتیايي وضعیت د ښه والي په خاطر ډاکټرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ولسمشر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو بستر ټپيان چې په دې رغتون کې تر درملنې لاندې دي، هم وکتل او هغوی ته یې پر لازمې رسېدنې ټینګار وکړ.
د روغتون مسوولینو په دې روغتون کې بستري ټپیانو ته د رسیدهګۍ او پر وخت له موثرو خدمتونو څخه ولسمشر ته ډاډ ورکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










