کابل(پژواک، ٥ غویی ۹۷): د پښتو او دري ژبې د اوسني شعر د دوو پياوړو شاعرانو اسحاق ننګيال او رزاق فاني ياد غونډه ترسره شوه.
د غه يادغونډه پرون (د غويي ٤مه) له غرمې وروسته په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غونډو په تالار کې د ازادي راډيو د ښوونيزو خپرونو څانګې له خوا جوړه شوې وه چې ګڼو ليکوالو، شاعرانو، د پوهنتون استادانو او د دواړو شاعرانو مينه والو په کې ګډون کړی و.
د ازادۍ راډيو د پښتو څانګې د ښوونيزو خپرونو اېډېټر او د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب غونډې ته په پرانيستونکې وينا کې وویل چې دوى له پخوا دا ډول خپرونې وړاندې کړې، خو دا ځل يې وپتېيله چې پښتو او درې څانګې په ګډه له راډيو نه بهر د دوو مخکښو شاعرانو يادغونډه ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې ننګيال او فاني د پښتو او دري ژبو د معاصر شعر مطرح شاعران دي او له دې ډول پروګرامونو يې موخه دا ده چې د پښتو او دري ژبې شاعران په ګډه د شعر او ادبياتو لپاره کار کولو ته وهڅوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال سيد اقا فاضل سانچارکي فاني او ننګيال دوه داسې شاعران وبلل چې په ډېرو سختو ورځو کې يې خپلو ژبو او ادبياتو ته کار کړی او دې ته اړتيا ده چې د دواړو ژبو شاعران په خپلو هڅو کې همغږي ولري.
د غونډې وينا والو په معاصر دري او پښتو شعر کې د يادو شاعرانو د لاسته راوړنو، کاري او شعري ځانګړتياوو د بيان تر څنګ د افغاني کلتور او کلتوري سياست په سمون کې د هغوی د ژوند پر بېلابېلو اړخونو او ادبي مبارزې مفصلې خبرې وکړې.
د ننګيال او فاني نږدې مسلکي او دفتري ملګري استاد بريالي باجوړي وويل چې دوی دواړو د مسلکي کار تر څنګ په ترخو او ترينګلو حالاتو کې شعر د شعارونو له سيوري ساتلی دی.
د کابل پوهنتون استاد او شاعر احمدضياء رفعت غونډې ته په وينا کې د فاني د شعر پر فني اړخ خبرې وکړې او نوموړی يې د دري ژبې مخکښ شاعر وباله چې شعرونه يې له انساني عاطفې او هېوادنۍ مينې مالامال دي.
رفعت زياته کړه چې د ننګيال او فاني د زمانې شاعرانو او ليکوالو په خپل وخت کې د ژبني ((تبعیض)) د مسئلې له مطرح کولو پرته ګډه هڅې او عملي کار کړى، خو په وينا يې چې له بده مرغه اوسمهال ځيني سياستوال چې پر ژبه نه پوهېږي، د ژبې په نوم ناوړه استفادې کوي.
نوموړي همدارنګه وړانديز وکړ چې اطلاعاتو او کلتور يا معارف وزارت دې يو ښوونځی او يو واټ يا څلورلارې د دغو شاعرانو په نوم کړي.
د ولسمشر سلاکار او د غونډې وينا وال څېړنوال عبدالغفور لېوال په خپله وينا کې وويل چې د ننګيال شعر لا هم هغسې چې اړينه ده، نه دی څېړل شوی، په کار ده چې د پوهنتونونو پښتو څانګې محصلينو ته په دې اړه د مونوګرافونو لپاره ځانګړي موضوعات ورکړي.
لېوال زياته کړه: ((په شعر کې زما لومړی استاد ارواښاد ننګيال دی، سرمقاله ليکنې مې هم ترې زده کړې، هغه ګڼې ژورنالېستيکې ليکنې او سر مقالې د هغه وخت مطبوعاتو کې په مستعارو نومونو ليکلې يا هېڅ نوم نه لري چې بايد وڅېړل شي.))
غونډې ته ګل رحمن رحماني، محمد انور وفا سمندر، مجيب مهرداد، منقاد الرحمن رودوال او حفیظ الله ګردش هم خپلې ليکنې او ویناوې وړاندې کړې او د دواړو شاعرانو د شعر په بېلابېلو اړخونو يې خبرې وکړې.
د ازادۍ راډيو د ښوونيزو خپرونو يوه مسوول فيض الله قرداش له ليکوالو او فرهنګيانو د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل چې له دوی سره دې په ټولنيزو خپرونو په ځانګړي ډول ادبي خپرونو کې همکار پاتې شي.
د يادوني ده، اسحاق ننګيال په ۱۳۳۵لمريز کال کې په لغمان ولايت کې زېږدلی و او په ۱۳۷۷ کال کې په پېښور کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شو. ډالۍ، سيندونه هم مري، څاڅکي څاڅکي او هغه شېبې هغه کلونه يې مشهورې شعري ټولګې دي چې سيندونه هم مري د هغه تر مرګ وروسته چاپ شوې ده.
په همدې ډول رزاق فاني په ۱۳۲۲ لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلی او په ۱۳۸۷کال کې يې په امريکا کې له نړۍ سترګې پټې کړې، ارمغان جواني، پيامبر باران، ابرو افتاب او شکست شب يې مشهورې شعري ټولګې دي چې (پرتور خورشيد بر ديوار) د هغه تر مرګ وروسته چاپ شوې ده.










