ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو پاکستانيانو په ګډون شپږ ځانمرګي نيول شوي

د دوو پاکستانيانو په ګډون شپږ ځانمرګي نيول شوي

author avatar
25 Apr 2018 - 17:17
د دوو پاکستانيانو په ګډون شپږ ځانمرګي نيول شوي
author avatar
25 Apr 2018 - 17:17

کلات (پژواک، ٥ غويی ٩٧): د زابل چارواکي وايي چې د دوو پاکستانيانو په ګډون يې شپږ هغه ځانمرګي يې نيولي چې غوښتل يې په کابل کې بريدونه ترسره کړي.

د زابل سرپرست والي رحمت الله یارمل د غويي په ٥مه نيول شوي کسان خبريالانو ته وښودل او ويې ويل چې دغه کسان د بلوچستان ايالت له چمن څخه راغلي وو.

هغه زياته کړه، دوى پلان درلود چې په کابل کې د ملي امنيت روغتون تر څنګ پر نورو مهمو تاسيساتو بريدونه وکړي.

يارمل وايي چې دوى د خپلو بریدونو تنظيمولو په موخه کابل ته هم سفر کړى و او کله چې يې غوښتل بېرته زابل ته ولاړ شي؛ نو د زابل ولايت په مربوطاتو کې د ملي امنيت ځواکونو له خوا ونيول شول.

سرپرست والي وويل چې په نیول شوو ځانمرګو کې دوه یې د پاکستان او څلور نور د زابل، هلمند، غزني او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي.

نوموړي د ملي امنيت له ځواکونو مننه وکړه چې یاد ځانمرګي برید کوونکي یې هدف له رسېدو مخکې نیولي دي.

نيول شوو کسانو خبریالانو ته په خبرو کې اعتراف کړی چې دوی ځانمرګي دي ویلي یې دي چې د پاکستان په دیني مدرسو کې یې د ځانمرګي روزنه ترلاسه کړې او ورته ويل شوي وو چې په کابل کې د ملي امنیت پر روغتون برید وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.