منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبغاړو ته د غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه ورکړل

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مناسبت مراسمو کې چې پرون ماښام په ارګ کې جوړ نیول شوي وو، د ملي لوبـډلې کپتان اصغر ستانکزي د ولسمشر له همېشنۍ پاملرنې او هڅونې په مننې د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او بریاوو په هکله ولسمشر ته  معلومات ورکړل.

وروسته د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ د ملي ټېم د بریاو د تقدیرولو او د دغه ټېم لوبغاړو ته د غازي محمدایوب خان دولتي مډالونو او نغدي مکافاتو د ورکړې په اړه د جمهور ريیس فرمان او حکم ولوست.

ولسمشر د افغانستان د کرکټ ملي ټېم لوبغاړو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ  له دې امله ځانګړې مننه وکړه  چې د هېواد ښه او اغېزناک استازیتوب یې کړی.

هغه زیاته کړه: ((تاسو د هېواد واقعي سفیران یاست چې ټول ولس او زه درباندې ویاړم.))

هغه د کرکټ ملي لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د هغه هېواد استازیتوب کوئ چې تل یې له نوم سره جنګ او مرګ تړلی، مګر تاسو د ژوند کلیمه ور زیاته کړه.

ولسمشر غني زياته کړه، ټولو ته مو په خپلو کوښښونو او بریاوو دا وښوده چې افغانان په منظمه او منسجمه توګه داسې ویاړونه او اتلولۍ ګټلی شي چې ټول ورباندې وویاړي.

هغه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو بریاوو او اتلولیو ته په اشارې وویل، تاسو د ټولو لپاره مثال یاست او نور به هم ستاسو کړنې تکرار کړي.

هغه زیاته کړه، سږ کال مو په سختو شرایطو کې افغانستان په نړیواله کچه وځلاوه.

ولسمشر د کرکټ ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله دوی ته مبارکي وویله او د ملي لوبډلې ښه مدیریت یې وستایه.

هغه زیاته کړه، تاسو د "افغانستان ډسپلین" د نړیوالو په ژبه راووړ  او زما ارزو دا ده چې ډسپلین په ټول هېواد کې دود شي.

محمد اشرف غني وویل، نړیوالو ته مو وښوده چې افغان لوبغاړي په صداقت او ډسپلین د نړیوالو قوانینو په عملي کولو کې بېساري دي.

هغه زیاته کړه، افغان ولس درڅخه له دې امله مننه کوي چې زموږ ویاړلی بیرغ مو په ټوله نړۍ کې ورپاوه.

اشرف غني د افغانستان د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړو ته په اشارې وویل، تاسو خپلواک یاست، ستاسو کار مطلق مسلکي دی چې تاسو یې استادان یاست.

هغه زیاته کړه، لوبه تاسو کوئ او ګټئ، نو له دې امله سیاسي مداخلې په ملي لوبډله کې ځای نه لري او په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

ولسمشر د افغانستان د کرکټ ملي ټېم لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د ځمکې د ستونزې په ګډون به یې ټولو ستونزو ته په اساسي توګه رسېدنه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې