ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: واکسین هر کال د نږدې درې میلیونه ماشومانو ژوند ژغوري

د عامې روغتیا وزارت: واکسین هر کال د نږدې درې میلیونه ماشومانو ژوند ژغوري

author avatar
29 Apr 2018 - 15:26
د عامې روغتیا وزارت: واکسین هر کال د نږدې درې میلیونه ماشومانو ژوند ژغوري
author avatar
29 Apr 2018 - 15:26

کابل (پژواک، ۹غويی ۹۷): د هېواد د عامې روغتیا وزارت د واکسین نړیوالۍ اوونۍ د نمانځنې په پار جوړه شوې غونډه کې اعلان وکړ چې د واکسین به تطبیق سره هر کال د نږدې درې میلیونه ماشومانو ژوند ژغورل کېږي، لا هم ۱،۵ میلیونه ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

د هېواد په کچه په ځانګړې توګه لرو پرتو سيمو کې کتلوي معافیت خدمتونو ته د لاسرسي لوړولو په خاطر د واکسیناسیون نړیواله اوونۍ  د ((واکسین ګټور دی)) تر شعار لاندې د عامې روغتیا وزارت کې و نمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب مشر ډاکټر بشیراحمد حمید وویل: ((دمګړۍ د ماشومتوب دوران کې د وژونکو ناروغیو پر وړاندې ۱۳ ډوله واکسین، د سټندرډ جدول له مخې ټول په هېواد کې د څه باندې ۱۹۱۰ واکسین مرکزونو له لارې په وړیا ډول ماشومانو او اميدوارو میندو ته تطبیقېږي.))

نوموړي یادونه وکړه چې یاد واکسینونه ماشومان له توبرکلوز، فلج، ديتفري، تورې ټوخلې، تیتانوس، تور زېړي، انفلونزا، سینه بغل، شري او له روټا ویروس څخه رامنځته کېدونکې نس ناستې ناروغیو څخه ژغوري، نو له دې امله له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۰ کلونه د واکسین لسیزې په نوم یاد شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت یاد لوړپوړي چارواکي وویل چې د واکسین په تطبیق سره هر کال نږدې درې میلیونه ماشومان له مرګه ژغورل کېږي، خو نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې نورو هڅو ته هم اړتیا شته څو له ګواښ سره مخ د ۱،۵ میلیونو ماشومانو ژوند هم وژغورل شي.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان استازي ډاکټر ریچارد پیپرکورن وویل چې لا هم د واکسین له ټاکل شوي مهالوېش څخه لرې پاتې دي؛ نو باید هڅه وشي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د واکسیناسیون پلان  موخې ته د رسېدو لپاره همغږي وشي.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان استازي همداراز زیاته کړه چې د واکسیناسیون نړیواله اوونۍ د افغانستان لپاره غوره موکه ده څو په دې برخه کې شته ستونزې په ګوته او لاسرسی ورته وشي.

په افغانستان کې د یونیسف د روغتیا برخې مسوول ډاکټر کرین په خپله وینا کې وويل: ((واکسین د ماشومانو ژوند ژغوري او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښه توب تضمینوي او موږ هیله لرو چې په همغږۍ سره د واکسین پر مټ له ناروغیو سره مقابله وکړو.))

دیني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن د واکسین په اړه وویل: ((د فقه او طب له اړخه واکسین ته د هڅونې لپاره د پیغام استول، نه یوازې یو وجداني عمل دی، بلکې یو دیني امر هم دی چې په دې تړاو له کورنیو غواړو څو د واکسین ترسره کولو لپاره خورا همکاري وکړي.))

په ورته مهال د هېواد عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دې وروستیو کې د واکسینونو له خرابېدو څخه د مخنیوي لپاره، په سړو خونو کې د Real time monitoring تر نوم لاندې د مانیټورینګ نوی سیستم رامنځته کړی چې د واکسین خرابېدو مخنیوی وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.