جلال اباد (پژواک، ۱۰ غويی ۹۷): د ننګرهار ولايت ډاکترانو، درمل پلورونکو او ټولو روغتيايي کارمندانو د خپلو امنيتي ستونزو له امله يو ځل بيا کاربنديز وکړ.
روغتیايي کارکوونکي وايي، حکومت ورسره د امنیتي ستونزو د حل په کړو ژمنو کې پاتې راغلی خو امنیتي چارواکي وايي د روغتیايي کارکوونکو ستونزې هومره هم جدي نه دي چې کاربندیز وکړي.
دوی د غويي په ۱۰مه د جلال اباد ښار اړوند يوې روغتيايي پلازې ته راټول شوي وو او غوښتنه يې کوله چې امنيتي ستونزې دې یې حل شي.
اعتراض کوونکي وايي، په جلال اباد کې حاکمي مافیايي کړۍ ترې د وسله والو په نوم باج اخلي او ژوند يي ګواښي چې پخوا يې هم دا ستونزه د ولایت په کچه او هم د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریکه کړې خو په وینا يې چې حکومت ورسره په کړو ژمنو کې پاتي راغلی دی.
د لوی ننګرهار د ډاکترانو ټولنې مشر ډاکتر نوروز شينواری وايي چې ورځ تر بلې يې امنيتي ستونزې ډېرېږي او هره ورځ لږ تر لږه دوو ډاکترانو يا روغتيايي کارکوونکو ته د وسله والو له لوري ګواښ کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه د وسله والو له لوري اووه ډاکتران وژل شوي، لسګونه نور تهديد شوي او ټول په يوه وېره کې ژوند کوي.
دغه راز د ننګرهار ولايت د درمل پلورونکو اتحاديې مشر ډاکتر نجيب الله صاحبزاده وايي، تر هغه وخته به يې کاربنديز دوام لري چې لوړپوړو امنيتي چارواکو او د ملي وحدت حکومت يې د امنيتي ستونزو د حل په برخه کې اقدام نه وي کړی.
د مدني ټولنو غړي که څه هم د روغتیا پالانو له لوري شوی کاربندیز د ولس په ګټه نه بولي خو مدني حرکت د روغتیا پالانو حق یادوي.
د دوی له ډلې روح الله لعلپوروال د ننګرهار پر ولايتي ادارې کلکې نيوکې کوي او وايي چې په خپلو دندو کې پاتې راغلې او د مرکزي حکومت له مشرانو د دغه ولایت د لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
امنیتي مسوولین بیا وايي چې د روغتیا پالانو پر وړاندې يې د امنیتي ستونزو د حل په موخه وخت په وخت له دوی سره ناستې کړې او په نږدې وخت کې داسې کومه پېښه هم نه ده شوې چې له امله يې دوی کاربنديز وکړي او نه هم دوی ته ور پېښې امنیتي ستونزه هغومره جدي ده.
د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي کاربنديز د روغتيا پالانو مدني حق ګڼي، خو وايي دوی يې د امنيت د تامين لپاره پوره هڅې کړې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې روغتیا پالان دوی ته د ور پېښو امنیتي ستونزو له امله کاربندیز کوي، بلکې له دې يې څو میاشتي وړاندې هم کاربندیز کړی و چې د حکومت له لوري ورسره په دې برخه کې له ژمنو وروسته يې خپل کاربندیز مات کړ او بیا ځلي يې په کار پیل وکړ خو دغه ځل وايي، تر هغې به يې دغه کاربندیز دوام کوي څو چې ستونزې یې نه وې حل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










