جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۹۷): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې لا هم د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د ګوزڼ ضد واکسين پر وړاندې امنيتي خنډونه موجود دي چې له امله شاوخوا ۲۳ زره کوچنيان له دغه واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
چارواکو دا څرګندونې د غويي په ۱۷مه په دغه ولايت کې د پوليو کمپاين د پيل په مراسمو کې وکړې او ټينګار يې وکړ چې په يادو سيمو کې يې له ځايي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په ګډه هڅې پيل کړې چې د دې ستونزې مخه ونيسي.
نن په ټول هېواد کې د پوليو يا ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شو چې شاوخوا لس ميليونه ماشومانو ته به د پوليو دوه څاڅکي واکسين ورکول کېږي.
د معلوماتو له مخې، د يادو ماشومانو له ډلې يو ميلیون يې د ختيځو څلورو ولايتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان اړوند دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس په دغه ولايت کې د پوليو کمپاين د پيل پرمهال وويل چې امنيتي خنډونه، د کډوالو راتګ او پاکستان سره د پراخې پولې موجوديت په ختيځ کې د پوليو کمپاين پر وړاندې لوی خنډونه دي.
هغه زياته کړه، د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې لا هم ۲۳زره ماشومان د پوليو له کمپاينه پاتې کېږي چې په تېره دوره کې هم ياد ماشومان پاتې شوي وو.
دی وايي: ((د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي، د پچيراګام په پنکزيو، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او پاپين، د کوټ په وچ کوټ او لاغرجو، د اچين په مامند درې او د نازيانو ولسوالۍ په دوه خولې ساحه کې زرګونه ماشومان زموږ له کمپاين بې برخې دي.))
نوموړی په يادو سيمو کې د وسله والو موجوديت هغه څه ګڼي چې له امله يې کمپاين کوونکي دغو سيمو ته نه شي ورتللی او کوچنيان د پوليو له واکسينه بې برخې وي.
نجيب الله کامه وال وايي، د ختيځ په کچه روان ميلادي کال درې مثبتې پېښې د پوليو ثبت شوي، چې يوه يې ننګرهار او دوه نورې په کونړ ولايت کې دي؛ خو وايي، د ټولو وايروس له پاکستان څخه را انتقال شوی دی.
کامه وال وايي، د ټول ولايت په کچه شاوخوا اته لکه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين کيږي او له دوه کلنۍ تر پنځه کلنۍ ماشومانو ته به د چينجو ګولۍ هم ورکړل شي.
ديني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رياست استازي مولوي ګل نبي د ياد کمپاين په پرانسته کې وويل، چې د پوليو واکسين د اسلام له نظره حلال دى او ټولو کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپل کوچنيان دې واکسين کړي.
هغه وويل چې د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته يې د يو ځانګړي مکتوب له لارې سپارښتنه کړې چې د کمپاين پر مهال له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي او خلک وهڅوي څو خپل اولادونه واکسين کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










