بیجنګ (پژواک، ۱۷ غویی ۹۷) : د چینایي رسنیو خبریالانو د افغانستان د۱۱ خبریالانو پر وژل کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د خبریالانو د ژوند پر خوندي کولو یې ټینګار وکړ.
په تیرو شاوخوا دوو اونیو کې په کابل، کندهار اوخوست ولایتونو کې ۱۱ تنه افغان خبریالان ووژل شول او یو تن یي ټپي شوی دی.
تر ټولو خونړۍ پيښه تیره اونۍ په کابل کې دداعش لخوا د خبریالانو په مینځ کې ځانمرګی برید و، چې په ترڅ کې یې ۹ تنه خبریالان ووژل شول او یو تن ټپي شو.
د نورې نړۍ د خبریالانو او ددوی دټولنو ترڅنګ د چین د رسنیوخبریالان هم دافغان خبریالانو پر وژنې ژوره خواشینی وښودله او دا بریدونه یې وغندل.
د چین په پلازمینه بیجنګ کې دغویي په ۱۷مه، د افغانستان او چین د خبریالانو د کلني ګډ کنفرانس پر مهال د چین د نړیوالې راډیو د پښتو د څانګې مرستیاله چین چونګ Chenzhong چې په غوټۍ هم مشهوره ده، پژواک اژانس ته وویل چې خبریالان د خپلې دندې له مخې خلکو او نړۍ ته تازه خبرونه رسوي او هیڅ لوري سره تړاو نه لري.
نوموړي دافغان خبریالانو پر وژل کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د خبریالانو درناوی او امنیت یې خوندي کړي.
هغې زیاته کړه، چې ترهګري تولې نړۍ ته ستر ګواښ دی، نړیواله ټولنه او افغان حکومت باید ژر تر ژره دسولې لپاره اقدامات وکړي.
د چین ددولتي اژانس سینهوا خبریال زاو ییشین Zhao Yishen وویل چې په افغانستان کې یې هم ژونالستیکه دنده ترسره کړې ده او پر دې پوهیږي، چې افغان ژورنالستان له څومره ستونزو سره مخامخ دي.
هغه پرافغان خبریالانو شوي بریدونه وغندل او وې ويل چې له وژل شویو خبریالانو څخه د فرانسې اژنس دعکاس افغان خبریال شامري سره یې له نږدې اړیکې درلودلې.
نوموړي د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل د خبریالانو او رسنیو امنیت خوندي کړي.
د چین د نړیوالې راډیو د پښتو د څانګې بنسټګر او د چین پوهنتون د پښتو ادبیاتو د څانګې استاد جیانګ جی چیانګ Jian Zhi qiang وویل چې خبریالان بې طرفه خلک دي او باید هیڅ لوری پرې برید ونه کړي.
هغه د افغان خبریالانو پر وژل کیدو ژوره خواشیني وښوده او دا یې ستره ګناه یاده کړه.
د نوموړي په وینا، خبریالی د ویاړ کاردیو خو ډیر دروند بار او خطرناکه دنده هم ده.