منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په استرالیا کې د ټپي او معیوبو سرتېرو نړیوالو سیالیو ته اته افغان لوبغاړي غوره شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): په اسټراليا کې د ټپي او معيوبو سرتېرو د ۲۰۱۸ کال د نه ماتېدونکو (Invictus Games ) په نوم نړيوالو سياليو لپاره په درېیو ورزشي څانګو کې اته افغان لوبغاړي وټاکل شول.

په تېره يوه مياشت کې ٤٠ لوبغاړو تر منځ بېلابېلې سيالۍ وشوې او ياد اته کسان نن په کابل کې په پايلوبه کې وټاکل شول.

د يادو لوبو مسوول بريدمل پيرمحمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پايلوبه کې شپږ کسان د ناستې واليبال او يو، يو کس د وزن پورته کولو او د کښتۍ چلولو لوبو لپاره وټاکل شول.

دغه اته کسان به د  ٢٠١٨ کال په اکتوبر مياشت کې د اسټراليا په سډني ښار کې په نړيوالو  ترسره کېدونکو لوبو کې برخه واخلي. په دغو لوبو کې به د نړۍ د ۱۸ هېوادونو نږدې ۵۰۰  لوبغاړي په ١١ ډوله لوبو کې ګډون وکړي.

په نننۍ ناسته کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرال جان نيکولسن په دې اړه په کابل کې په جوړه شوې خبري ناسته کې دغو لوبغاړو ته په خطاب کې وويل: "تاسو زړورو سرتېرو لکه څنګه مو چې په ډېره مېړانه د ترهګرۍ پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او ځانونه مو پرې قربان کړل، ډاډمن يم چې په يادو لوبو کې به هم خپله اتلوي خپله کړئ."

نيکولسن يادو سرتېرو ته وويل: "تاسو ازموينه ورکړې او بريالي ياست، تاسو نه يواځې د خپل هېواد بلکې د نړۍ د نجات لپاره قربانۍ ورکړې او قربانۍ مو د ستاينې وړ دي."

هغه زياته کړه، نړيواله ټولنه به تر هغو له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو يو با ثبات افغانستان رامنځته شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ستر جنرال محمدشريف يفتلي په ياده ناسته کې دغو سرتېرو ته په خطاب کې وويل: "افغانان ستاسو په مېړانه وياړي، تاسو د دې لپاره چې په هېواد کې سوله راشي او پرمختګ ته زمينه برابره شي، د خپل وجود غړي مو له لاسه ورکړي؛ تاسو يواځې نه ياست موږ درسره يو او هرڅه چې  ملي دفاع وزارت په واک لري له تاسو به يې ونه سپموي."

همداراز د ناټو ملکي استازي کرنو ليوز زميرمان په دغه ناست کې وويل چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هغو سرتېرو د قربانيو او سرښندنو په پايله کې به په افغانستان  کې سوله او ثبات رامنځته شي.

هغه له اسټراليا مننه وکړه چې د ناټو نږدې ملګرى دى او په بېلابېلو برخو کې يې له ناټو او افغان ځواکونو سره مرستې کړې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې