منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د ۲۲ ولسواليو روغتيايي کارکوونکو کاربندېز کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٩ غويى ۹۷): د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار په ګډون د ټولو ولسواليو روغتیايي کلينيکونو کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی او له عاجلو واقعاتو پرته يې ټول خدمات بند کړي دي.

دوی وايي چې له تېرو څلورو مېاشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي، په ځلونو يې ستونزې له رياست، اړوندو ادارو او حتی وزارت سره شريکې کړي؛ خو تر اوسه يې چا غم نه دی خوړلی.

د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ۲۲ ولسواليو کې د روغتيايي کلينيکونو کارمندانو ته د ADHA په نوم يوې روغتيايي موسسې له لوري معاشونه ورکول کېږي.

په ولسواليو کې د روغتيايي کارکوونکو د اتحاديې مشر ډاکټر شفيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څلورو مېاشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره يې مخ کړي دي.

دی زياتوي، همدا تنخوا یې د ژوند تېرولو یواځېنۍ لار ده، خو په خپل وخت نه ورکول کیږي.

هغه ډاډ ورکړ چې د بېړنيو پېښو، مېندو د زېږون او ماشومانو د واکسين پر وړاندې به په ټولو ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونه خلاص وي؛ خو نور خدمات به نه ترسره کوي.

د خوږياڼو ولسوالۍ د روغتون سرطبيب ډاکټر نوراغا له پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، وجدان ته ډېر خجالت دى، چې د خپلو شخصي ستونزو په خاطر يې پر خلکو روغتيايي خدمات بند کړي؛ خو وايي له دغې لارې پرته بله هېڅ چاره يې نه درلوده.

غلام حضرت د بهسودو ولسوالۍ په بلند غر کلينيک کې د صفاکار دنده مخته وړي.

دی وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې له دوکاندارانو په قرض خوراکي توکي وړي، چې اوس پرې قرض هم بند شوی او هم يې هره ورځ قرضداران د کور دروازه ټکوي.

 په کلينيکونو کې د کاربنديز له امله د ټولو ولسواليو خلک هم له سختو ستونزو سره مخ دي او د ناروغ پيدا کېدو پرمهال اړ دي، چې جلال اباد حوزوي روغتون او يا هم جلال اباد ښار کې شخصي کتنځايونو او روغتونونو ته لاړ شي.

دوی له حکومته غواړي چې د ډاکټرانو ستونزې دې ژر حل کړي؛ ځکه له ډېرو سره د شخصي درملنې توان موجود نه دی.

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عزيز الله عزيز وايي، له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې په ولسوالۍ کې کلينيک تړل شوی، هره ورځ ناروغان د درملنې لپاره ورځي؛ خو له درملنې پرته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د هغه په وينا، له چا سره چې وس وي، خپل ناروغان ښار ته بيايي؛ خو هغوی چې اقتصادي ستونزې لري، ناروغان يې په کور کې رنځېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر استازي هم وايي، چې ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو تر تړل کېدو وروسته خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د شورا يوه غړي ډاکټر ناصر کاموال پژواک ته وويل چې د روغتيايي کارمندانو ستونزې هم بايد  ژرحل شي؛ ځکه په خبره يې تر څو چې د هغوی ستونزې حل نه شي؛ نو ناشونې ده، چې د خلکو پر مخ روغتيايي خدمات پرانېستل شي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه برخه کې نړيوال بانک په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی ګڼي او وايي، يادې ادارې تر اوسه وزارت ته د معاشونو پيسې نه دي حواله کړي.

د دې ریاست ویاند انعام الله میاخېل پژواک ته وويل، له نړیوال بانک سره د وزارت په کچه خبرې شوي او تر راتلونکو پنځو ورځو به یاده ستونزه حل شي.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په ګډون ۲۲ ولسواليو کې شاوخوا يو سل او اووه ويشت روغتيايي مرکزونه موجود دي، چې ټول يې د يادې ستونزې له امله تړل شوي دي.

روغتيايي کارکوونکو ګوتڅنډنه کړې، که يې په درېيو ورځو کې ستونزه حل نه شوه؛ نو د بېړنيو پېښو پر وړاندې به هم خپل خدمتونه بند کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا