منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۲ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ نجاران خپلو توليداتو ته د قانوني لېږد اجازې غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ۳۱ غويى ۹۷): د کونړ ولايت نجاران وايي، له لرګيو جوړ توکي قاچاق نه دی او حکومت دې د دوى د توليداتو لېږد ته قانوني اجازه ورکړي.

په دغه ولايت کې شاوخوا څلور سوه لويې او وړې کارخانې شته چې د کونړ له لرګيو تختونه، المارۍ، مېزونه، کړکۍ، دروازې او نور توکي جوړوي، خو پر دغو توکو د لېږد بنديز يې کارونه په ټپه درولي دي.

نجاران وايي، که له لرګیو څخه د جوړو شويو توکو لیږد ته یې په کونړ او له کونړه بهر اجازه ور نه کړل شي، په پراخو مدني حرکتونو به پیل وکړي .

عبدالرحیم چې د کونړ مرکز اسعد اباد ښار کې د نجارۍ په یوه کوچنۍ  فابریکه کې کار کوي،  وايي له هغو لرګيو چې په ځنګلونو کې له کاره لوېدلي وي، د خلکو له غوښتنو سره سم ترې فرنېچر او تعميراتي وسايل جوړوي.

هغه زياته کړه، له هغه وخته چې حکومت یې د لـــرګيو د پخو موادو پر لېږد بندیز لګـــــولـی، کاروبار يې هــــم په ټپه درېدلی دی.

عاشق الله یو بل صنعت کار دی چې د نږدې دوولس کلونو راهيسې په اسعداباد ښار کې د نجارۍ په یوه فابریکه کې کار کوي.

ده پژواک ته وويل، اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او حکومت یې هم پر لاس جوړو توکو باندې د قاچاقو په نوم بندیز لګولی دی .

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې له کونړه د لرګیو جوړو توکو ته دې د لېږد اجازه ورکړي څو ټول هېواد ته د کونړ د لرګیو لاسي صنعت ورسېږي.

د کونړ ولايت يو مدني فعال حشمت الله ژمن وايي، حکومت او امنيتي ځواکونه د لرګيو د اصلي قاچاق مخه نه شي نيولی، بلکې د خلکو د کاروبار مخه يې نيولې ده.

دی وايي، دغه ولايت کې زرګونه خلکو ته د نجارۍ په صنعت کې کاروبار برابر شوی و؛ خو د حکومت د ناسمې پرېکړې له امله اوس ياد خلک له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، اوس هم د سرحدي سيمو له لارې پاکستان ته د کونړ لرګي قاچاق کېږي؛ خو خپله د هېواد دننه يې پرې بنديز لګولی دی.

نجاران وايي، که ورته اجازه ورکړل شي؛ نو د خپلو توليداتو د لېږد رالېږد محصول ورکولو ته هم چمتو دي.

په کونړ کې د نجارانو د اتحاديې مشر فرهاد دراني پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، چې په دغه ولايت کې د نجارۍ څلورسوه لويې او وړې فابريکې موجودې دي، چې تر لس زرو ډېرو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

دی وايي، د دوی په توليداتو د بنديز لګېدو وروسته اوس ياد کاروبار په ټپه ولاړ دی او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي، که حکومت رښتيا هم د لرګيو د قاچاق مخنيوي ته ژمن وي؛ نو په سرحدي سيمو کې دې پاکستان ته د هغې پر قاچاق بندي ولګوي.

هغه زياته کړه، که د دوی توليداتو ته اجازه ورکړل شي؛ نو له يوې خوا به د کورنيو توليداتو ملاتړ شوی وي، له بلې خوا به زرګونه کسان بېرته په کار وګومارل شي او د محصولاتو په ورکړه به د دولت عوايد هم لوړ شي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم بیا په دې ولایت کې د نجارانو ستونزه مني؛ خو وايي ياد بنديز د ولسمشر د يو حکم له مخې لګېدلى او پرته د هغه له حکمه ورته جواز نه ورکول کېږى.

د يادولو ده، چې له تېرو دوو لسيزو راهيسې په کونړ کې زرګونه کسان د نجارۍ په کاروبار کې بوخت دي؛ خو له تېرو دوو کلونو راهيسې ياده چاره پر توليد شويو توکو د انتقال تر بنديز وروسته ټکنۍ شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد