جلال اباد (پژواک،۳۱ غويى ۹۷): په ننګرهار ولایت کې د رمضان په نوم د کرکټ پیل شوو سیالیو کې د رامنځته شوې پېښې له امله یادې سیالۍ وځنډول شوې، خو د دې سياليو کپ د تنظیم کوونکي هدایت الله زهیر ماشوم زوی ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شو.
هدايت الله زهير او اووه نور کسان د تېرې شنبې په شپه د درېيو پرله پسې چاودنو له امله چې د سياليو په ميدان کې وشوې، ووژل شو او ۴۵ نور کسان ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۳۱مه پژواک ته وويل، چې تېر ماښام د يو لړ مراسمو په ترڅ کې لومړی په پېښه کې د وژل شوو کسانو روح ته دعا وشوه او د ياد شمعې ورته بلې شوې.
دی وايي، وروسته د ننګرهار والي حيات الله حيات او يو شمېر نور مسوولينو له لوري د رمضان کپ سياليو هغه مډال چې د لوبو ګټونکې لوبډلې لپاره چمتو شوی و، د لوبو له ترسره کېدو پرته د هدايت الله زهير زوی ته ورکړل شو.
خوږياڼي زياته کړه، د ننګرهار والي حیات الله حیات په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښوده او ځوانانو ته يې ډاډ ورکړ چې د هدایت الله زهیر روح د خوشحاله ساتلو او په ملي مسایلو کې د هغه ارمانونو د پوره کولو په موخه به تل د مدني فعالانو، د هغه له نږدې ملګرو او د کورنۍ غړو سره همکار واوسي .
د نوموړي په وينا، د ولسمشر په لارښوونه یې پېښه جدي نیولې او د ګومارل شوې ډلې له څېړنو وروسته به ټول معلومات له خلکو سره شریک کړي، ترڅو د قانون د پلي کېدو په ترڅ کې په راتلوونکې کې د ورته پېښو مخنیوی وشي .
د والي وياند وايي، د هدایت الله زهیر نږدې ملګري قرار عزیزي، چې په پېښه کې ورسره ټپي شوی هم دی، د ټولو مدني فعالانو په استازیتوب وړاندیز وکړ چې د مستوفیت څلور لارې دې د زهیر په نوم ونومول شي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










