ترينکوټ (پژواک، ٢ غبرګولی ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د فوټسال شپنۍ سيالۍ پيل شوې چې ١٤ لوبډلو په کې برخه اخيستې ده.
د اروزګان فوټبال فدراسون مشر میرزامحمد امیرزي د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روژې جام په نوم دغه شپنۍ سيالۍ د ۱۴ فوټسال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او يوه مياشت به دوام ولري.
هغه زياته کړه، له سياليو څخه موخه ورزش ته وده ورکول او د ځايي لوبډلو ترمنځ د لوبې کولو زمينه برابرول دي.
اميرزي وويل، د فوټسال دغه لوبډلې د مرکز ترینکوټ اړوند دي او په دوو ګروپونو کې به يو د بل پر وړاندې ولوبیږي.
نوموړي له اروزګاني ځوانانو وغوښتل چې د جګړی او نشه یي توکو له کارولو څخه لاس واخلي او ورزش ته مخه کړي.
د نصیر احمد په نامه يوه لوبغاړي پژواک ته وويل چې دوى به خپلو کې دوستانه لوبې کوي، ګټل او بايلل مهم نه دي.
دې سياليو ته چې د شپې له خوا ترسره کېږي، لسګونه مينه وال هم نندارې ته ورځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










