کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): د کرکټ ملي اتل راشد خان تېره شپه د هند په غوره ليګ سياليو کې د لوبې غوره لوبغاړى شو او خپله بريا او جایزې يې د جلال اباد ښار د وروستۍ پېښې قربانيانو ته ډالۍ کړل.
څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د رمضان کپ کرکټ سياليو پر مهال درې پرله پسې چاودنې وشوې چې په مې اته کسان ووژل شول او نږدې ٥٠ نور ټپيان وو.
د هند د غوره ليګ سياليو (اى پي اېل) کې تېره شپه د راشد خان لوبډلې سن رايزرز حيدراباد د شاه رخ خان لوبډلې کلکتې سره لوبه وه چې د راشد خان د ښې لوبې له امله یې لوبډلې بريا ترلاسه کړه او د دې سياليو پاىلوبې ته یې لاره ومونده.
راشد خان په دې لوبه کې لومړى پر ١٠ توپونو د ۴ شپږيزو په وهلو سره ۳۴ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې، دغه راز د توپ اچونې پر مهال یې د سیالي لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی یې رڼ اوټ کړ او دوه يې کېچونه واخيستل.
هغه چې د تېرې شپې لوبې په ټولو برخو کې ښه وځلېد، نو د غوره لوبغاړي کېدو تر څنګ دوه جايزې ورکړل شوې.
راشد خان چې د لوبې په پاى کې يې خبرې کولې، خپلې جايزې او بريا د جلال اباد ښار د کرکټ د چاودنو قربانيانو په نوم او هغوى ته يې ډالۍ کړ.
هغه زياته کړه: ((غواړم خپلې برياوې او جايزې د هغې پېښې قربانيانو ته ډالۍ کړم چې زما په ښکلي ښار جلال اباد کې د کرکټ لوبې پر مهال مړه او ټپيان شوي وو.))
راشد خان ويلي چې پر خپلې ښې لوبې او وړتيا ډېر خوښ دى، په هره لوبه کې تر وروستۍ کچې پورې هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي او خپلې لوبـډلې ته بريا ورپه برخه کړي.
نوموړي له خپلو مينه والو مننه کړې چې تل يې تشويق کړى او دى هم هڅه کوي چې هغوى ته خوښي ور په برخه کړي.
login or register a new account.