منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ په يوه تمريناتي لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٧) : د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په يوه تمريناتي شل اووريزه لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا تمريناتي لوبه پرون تر غرمې وروسته د هندوستان د دهرادون ښار په راجيو ګاندي کرکټ نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د بنګله دېش لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې افغانستان ته د ١٤٦ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ۱۷،۲ اوورونو کې پوره کړ؛ د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي ۶۹ ناسوځېدلې، محمد نبي ۳۲ ناسوځېدلې او شفيق الله شفق ۲۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

افغانستان د درېيو شل اووريزو نړيوالو لوبو لپاره د بنګله دېش کوربه دى، دا لوبې د هندوستان په دهرادون ښار کې سبا پيلېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې