افغانستان د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۷): افغانستان د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه نړیواله لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه.
دافغانستان په کوربه توب ددواړو هیوادونو ترمنځ د درېیو شل اووریزو لوبه لومړۍ لوبه نن د هندوستان په دهرادن ښار کې ترسره شوه.
د بنګله دیش لوبډلې ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه، دافغانستان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې او بنګله دیش ته یې د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري محمد شهزاد ۴۰، سمیع الله شینواري ۳۶، عثمان غني ۲۶، اصغر ستانکزی ۲۵ او شفیق الله شفق ۲۴ منډې جوړې کړې.
دبنګله دیش لوبډلې یاد هدف ترلاسه نشو کړای او لوبډله یې په ۲۰ اورونو کې په ١٢٢ منډو وسوځېدله.
د افغانستان له لوري راشد خان او شاه پور ځدراڼ درې درې، . محمد نبي دوه، مجیب ځدراڼ او کریم جنت یو، یو لوبغاړی وسوځولو.
راشد خان دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
login or register a new account.