ژبه

د کرکټ په تازه نړيواله درجه بندۍ کې افغان لوبغاړو پرمختګونه کړي

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٧) : د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې افغان لوبغاړو پرمختګونه کړي دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري، پرون د شل اوريزو نړيوالو سياليو تازه درجه بندي اعلان شوه، چې افغانستان د څلورو نورو نومرو په ترلاسه کولو سره په خپل اتم مقام کې پاتې دى.

افغانستان تېره اونۍ بنګله دېش ته په درېيو شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ماتې ورکړه، چې په پايله کې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا افغانستان ته څلور نومرې ورکړل شوې، خو د بنګله دېش يې پنځه نومرې کمې کړې.

افغانستان اوس په نړيواله درجه بندۍ کې ٩١ نومرې لري، له افغانستان څخه وروسته د سريلانکا ٨٥ او د بنګله دېش ٧٠ نومرې دي، خو له افغانستان څخه د درېيو مخکې لوبډلو ويسټ انډيز او سوېلي افريقې ١١٤، د انګلستان ١١٥ او د نيوزيلينډ ١١٦ نومرې دي.

که چېرې افغانستان دوه درې پياوړو لوبډلو ته په شل اوريزو لوبو کې ماتې ورکړه، نو ډېر امکان شته، چې افغانستان څلورم مقام ترلاسه کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې ترڅـنګ ملي لوبغاړو هم په نړيواله درجه بندۍ کې پرمختګونه کړي دي.

راشد خان چې د بنګله دېش پر وړاندې ښه وځلېد او ٨ لوبغاړي يې وسوځول، ورته ٥٤ نومرې ورکړل شوې او په نړيواله درجه کې په خپل لومړي مقام پاتې دى، خو هغه له دويم څخه چې د پاکستان شاداب خان دى، ٨٠ نومرې مخکې دى.

بل افغان لوبغاړى محمد نبي د شل اوريزو لوبو په توپ اچوونکو کې ١١ مقامه پورته راغلى او اتم مقام يې خپل کړى دى، خو هغه د الراونډرانو په کټګورۍ کې په خپل دويم مقام کې پاتى دى.

دغه راز بل افغان لوبغاړي مجيب ځدراڼ هم ٦٢ مقامه ټوپ وهلى او ٥١ مقام يې خپل کړى دى.

سميع الله شينوارى چې له بنګله دېش سره په سياليو کې يې تر ټولو زياتې ١١٨ منډې جوړې کړې، هم ١١ مقامه پورته راغلى او ٤٤ مقام يې خپل کړى دى. دغه راز نوموړي په الراونډرانو کې هم اتم مقام خپل کړى دى.

 د شل اوريزو لوبو د نړيوالې درجه بندۍ په توپ وهونکو کې افغان لوبغاړى شهزاد محمدي نهم مقام خپل کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع