پلخمري-جلال اباد (پژواک،٢٢غبرګولى٩٧): په بغلان او ننګرهار ولايتونو کې د خصوصي روغتونونو ډاکټرانو د روژې مياشتې په وروستيو ورځو کې د ناروغانو وړيا تشخيص پرېکړې وکړې.
د بغلان د عامې روغتیا ريیس ډاکټر محب الله حبیبي د غبرګولي په ٢٢مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې ډاکټرانو د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ داسې پرېکړه وکړه چې د هر روغتون ډاکټر او د ناورغۍ اړونده هره څانګه به یوه ورځ د ناروغانو د ناروغۍ وړیا تشخیص کوي.
حبیبي زیاتوي چې ډاکټران یواځې تشخیص او له هغو وسایلو څخه ګټه اخلي چې د روغتون پیسې پرې نه مصرفیږي او وړیا ترسره شي.
د بغلان والي عبدالحی نعمتي په دې اړه وویل، دغه نېک کار د ډاکټرانو خواخوږي څرګندوي او ممکن د ډېرو داسې خلکو درملنه هم وشي چې تر دې وړاندې يې توان نه درلود.
د پلخمري د يوه خصوصي روغتون د راډیولوژي څانګې مسوول ډاکټر محمد اسلم صافي هم پژواک ته وویل چې د روژې تر پايه د ناروغانو د ناروغۍ وړيا تشخيص کوي.
هغه زياتوي: ((په دې کار سره به هم د خلکو د ناروغيو تشخيص وشي او هم به خلک پر خصوصي روغتونونو باور پيدا کړي.))
د پلخمري ښار اوسېدونکي احمد الله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې لور يې له ډېرې مودې راهيسې ناروغه وه، خو د درملنې ماليي توان يې نه درلود.
هغه وايي: ((بېګا مې اعلان واورېده، راغلم، د لور مريضي يې راته تشخيص کړه او په لږو پيسو يې درمل راکړل.))
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې هم خصوصي روغتونونو د روژې په ٢٧مه او ٢٨مه خلکو ته د وړيا روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پرېکړه وکړه.
د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب الله کامه وال د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په دې دوه ورځو کې به په خصوصي روغتونونو کې د ډاکټر او بستر فیس وړیا، لابراتواري معاینات په نیمه بیه او درمل به هم په ارزانه بيه ورکول کېږي.
دغه راز د ننګرهار د خصوصي روغتونونو د اتحادیې مشر ډاکټر ایمل حسنزي هم د ننګرهار د عامې روغتيا د رييس څرګندونې تاييد کړې.
هغه ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا ادارې له لوري په شوې پرېکړې به عمل کوي او د روغتيايي خدمتونو په برخه کې به اړينه پاملرنه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










