کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٧) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزى وايي چې له هندوستان سره يې د پيلېدونکې ټسټ لوبې لپاره بشپړ چمتووالى نيولى او هېڅ ډول اندېښنه نه لري.
ستانکزي دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ٢٣مه، د افغانستان او هندوستان د تاريخي ټسټ لوبې له پيل مخکې د هند په بنګلورو ښار کې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
افغانستان چې په دې وروستيو کې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى، سبا د غبرګولي په ٢٤مه، به خپله لومړۍ تاريخي ټسټ لوبه له هندوستان سره کوي.
اصغر ستانکزي ديوه هندي خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: (( نه، هېڅ ډول اندېښنه نشته، موږ بشپړ چمتووالي سره راغلي يو او دلته مو هم ډېر تمرينات کړي دي. ))
نوموړي وويل چې افغانستان د شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو ترڅنګ په کور دننه او له نورو هېوادونو سره د څلور ورځنيو لوبې کړې او د ټسټ کرکټ لپاره بشپړ چمتو دي.
هغه زياته کړه، د افغانستان ورو توپ اچوونکي (بالران) تر هندي توپ اچوونکو پياوړي دي او هيله يې څرګنده کړه چې راشد، مجيب او نبي خپله وړتيا وښيي.
ستانکزي وويل، دوى په ډاډه زړه سبا د کرکټ ميدان ته ښکته کېږي او له کومې وېرې، اندېښنې پرته به خپله نورماله لوبه ترسره کوي.
نوموړي د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، افغان لوبډله چې نن دې ځاى ته رسېدلې؛ نو وړتيا يې لرله، په خپلو وړتياوو راغلي او په ټسټ لوبو کې به هم خپله وړتيا ثابته کړي.
افغان لوبډلمشر وايي چې په افغانستان کې د کورني کرکټ سيسټم پياوړى دى او ډېرو پياوړ لوبغاړو ترې ملي لوبـډلې ته لاره موندلې ده.
اصغر ستانکزي وويل چې ټسټ لوبه ددوی لپاره يوه هيله او خوب و چې له نيکه مرغه دا خوب سباته رښتيا کيږي او تعبير پيدا کوي.
هغه له پخوانيو لوبغاړو هم مننه وکړه چې په خپلو هڅو يې د افغانستان دا رنګين خوب رښتيا کړ.
ملي لوبډلمشر وويل چې افغانستان سربېره پر سپينر توپ اچوونکو تکړه چټک توپ اچونکي هم لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن