منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ ټيسټ لوبې لومړۍ ورځ پاى ته ورسېده

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٧): د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ تاريخي ټيسټ لوبې لومړۍ ورځ نن پاى ته ورسېده چې د هندوستان لوبډلې په کې ٣٦٧ منډې جوړې کړې.

دا لوبه نن سهار د هندوستان د بنګلورو ښار په نړيوال چناى سوامي ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوه، چې په کې د دواړو هېوادونو لوړو چارواکو هم برخه اخيستې ده.

د افغانستان او هند کرکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ د لومړنۍ ټیسټ لوبې پچه د هند لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشر وګټله او خپله یی د توپوهنې پرېکړه، چی د ورځې تر پایه یی د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۷ من‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې یمین احمدزي دوه، راشد خان، مجیب ځدراڼ او وفادار یو یو لوبغاړی وسوځول.

بايد وويل شي چې په دې مراسمو کې د افغانستان د حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په ځانګړې توګه ګډون کړى و.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس عاطف مشعل د ولسمشر اشرف غني پيغام ولوست، چې هغه د دغې تاريخي ټسټ لوبې مبارکي ټولو هېوادوالو ته ورکړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې