ژبه

هندوستان په لومړۍ تاریخي ټسټ لوبه کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۷) : هندوستان د کرکټ په لومړۍ تاریخي ټسټ لوبه کې وکړه افغانستان ته ماتې ورکړه.

وروسته له هغه چې د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د بشپړغړیتوب ورکړ،نو هندوستان افغانستان سره د لومړۍ ټسټ لوبې کولو اعلان وکړ.

دغه لوبه پرون د هندوستان د بنګولو ښار په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوه، ددې لوبې پچه هند وګټله اولومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د هندوستان لوبغاړو ډیره تیزه لوبه پیل کړه او لومړنیو دواړو لوبغاړو یې سلیزې ووهلې، خو د ورځې په وروستیو برخو کې افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه او د هند شپږ لوبغاړي یې وسوځول.

د لومړۍ ورځې ترپایه پورې هند ۳۶۰ منډې کړې وې او اټکل کیده، چې له ۴۰۰ څخه مخکې به وسوځیږي، خو افغان فیلډرانو څو دانې کیچونه ونه نیول شول، چې له امله يې د هند دلوبډلې منډې تر ۴۷۴ ورسیدلې.

د افغانستان له لوري یمین احمدزي ۳، وفادار مومند او راشد خان دوه دوه او مجیب ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځولو.

د کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای، دلوبې په لومړي اننګز کې په ۱۰۹ او په دویم کې په ۱۰۴ منډو وسوځیدله او دغه راز هند دا لوبه دیواننګز او۲۶۲ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري په دواړو اننګزونو کې یواځې حشمت الله شهیدي لږ مقاومت وکړ او په دویم اننګز کې یې ۳۶ منډې جوړې کړې.

د هندوستان شیکر دوان ددې غوره لوبغاړی اعلان شو.

login or register a new account.

ورته موضوع