ښرنه (پژواک،٢٧ غبرګولى٩٧): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله پاکستاني ملېشه وو په انګور اډې سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.
برمل ولسوالۍ کې د وزيرو قوم شورا مشر حاجي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې پاکستاني ملېشه وو د دې ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې پوستې او پاخه سړکونه جوړ کړي دي.
هغه وايي: (( پاکستاني ملېشه وو د خدر غره هغه ځاى هم اوس نيولى چې اته کاله وړاندې په کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ګډ مرکز و.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستاني مليشه د واڼه د عظم اورسک سيمې څخه ٢٥ کيلومره د افغانستان خاورې ته دننه شوي دي.
هغه وايي: (( پاکستانيانو په ځينو ځايونو کې اغزن سيمونه هم غځولي، خلک يې سره بېل کړي خو افغان حکومت يې پر وړاندې بې پروايي کوي.))
دغه راز د دې ولسوالۍ يوبل اوسېدونکي سيد احمد پژواک ته وويل، پاکستانيانو د دې ترڅنګ چې په دې ولسوالۍ کې تاسيسات جوړ کړي، کوښښ کوي چې په سيمه کې د ځان لپاره کسان هم پيدا کړي.
ده وويل: ((دلته ځانته خلک پيدا کوي، ترڅو په مټ يې خپلو موخو ته ځان ورسوي.))
د سيد احمد د معلوماتو له مخې، دا مهال پاکستاني ملېشه و و د ځوابه غره، خدر غره او په اډانه سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي او اغزن سيم يې هم غځولى دى.
نوموړي ټينګار وکړ چې د افغان حکومت اړوند چارواکي بايد سرحدي مسايلو کې ډېر جدي واوسي، ځکه سرحدي مسايل هر ډول ستونزې پيدا کولى شي.
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري پژواک ته وويل چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان له سرحداتو څخه قومي ملېشه وو دفاع کړې ده.
هغه وايي: (( اوس قومي ملېشې نشته، نو ځکه په يوه او بله سيمه کې پاکستانيان مخ ته راځي.))
خو بل لورته د سرحدونو او قومونو چارو وزارت د جرګو رييس نيازمحمد اميري بيا ټينګار کوي چې هر افغان بايد له سرحدونو څخه په دفاع کې خپل مسووليت ترسره کړي.
هغه وويل: (( موږ د دښمنۍ پر ځاى دوستۍ، د ژړا پر ځاى خندا او د مخالفت پرځاى موافقت ته لومړيتوب ورکوو، نو له ګاونډيانو څخه هم غواړو چې له موږ سره دغه شان چلند ولري.))
نوموړي په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه وو له لوري د پوځي تاسيساتو د جوړلو په اړه څه ونه ويل.
خو بل لورته د پکتيکا حکومتي چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ولايت والي محمد الياس وحدت پژواک ته وويل چې په برمل ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيان له صفري نقطې څخه مخکې نه دي راغلي.
هغه وايي: (( پخوا يې يو ځل د افغانستان په خاوره کې تاسيسات جوړ کړي و چې بيا قومي خلکو ورته ويجاړ کړل، خو اوس داسې څه نه شته.))
وحدت وايي چې بيا به هم دغه موضوع جدي تعقيب کړي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې پاکستاني ملېشه وو د برمل ولسوالۍ په انګور اډې سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي چې يو ځل يې دوه کاله وړاندې په انګور اډه کې يوه جوړه کړې دروازه افغان لوري ته وسپارله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










