کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٧): د کرنې وزارت د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه د طاعون پر وړاندې د پنځو ميليونو وړو څارويو د واکسین کمپاین پیل کړ.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته را استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په پام کې ده چې د دې کمپاین په لړ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پنځه میلیونه واکسین، پنځه میلیونه پسونو او وزو ته تزریق شي، ترڅو کوم ګواښونه چې دغو څارویو ته متوجه دي، مخه یې ونیول شي. دغه کمپاین میلیونونه پسونه او وزې خوندي کوي.
سرچينه کاږي، ۹۷ زره مالدارو کورنیو ته روزنه ورکول او له ۶۲۹ سیمه ییزو او د خصوصي سکتور وترنرانو څخه ملاتړ د دې کمپاین له نورو موخو څخه دي.
سرچينه زياتوي، په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست طاهر ایوب وویل چې د انسانانو روغتیا د څارویو له روغتیا سره تړلې ده، په همدې موخه د دې پروژې چارواکو ته سپارښتنه کوي چې د دې کمپاین د بریالي پلي کولو لپاره باید جدي څارنه او څېړنه ولري.
نوموړى د دې ترڅنګ چې وايي، دوى دې ته ژمن دي چې د دې وژونکې ناروغۍ د له منځه وړلو په خاطر ډېر فعالیتونه وکړي، په ټول هېواد کې د دې کمپاین پر دقیق او بشپړ پلي کولو ټینګار وکړ.
ده زياته کړه، له همکارانو څخه چې په دې برخه کې یي هلې ځلې کړي او ښه کارونه یې ترسره کړي دي، مننه کوي، د مګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د دوست هېواد جاپان څخه هم مننه کوي چې د دې کمپاین تمویلوونکي دي.
د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست سرپرست ادریس رووف هم وویل: «له دې ناروغۍ سره مبارزه یوه اړتیا ده، موږ باید دغه ناروغۍ ختمه کړو، د دې ناروغي د ختمولو په پار ۱۷ میلیون ډوزه واکسین ته اړتیا لرو، زموږ ژمنه دا ده چې تر ۲۰۵۰ زېږدیز کاله پورې دغه ناروغۍ ختمه کړو، له نړیوالو همکارانو څخه هم زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې دې له موږ سره تر پخوا لا ډېرې مرستې وکړي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر تومیو شیچیري د څاریو د ارزښت او د دې طاعون د مبارزې پر خطرونو خبرې وکړې او ویې ویل چې یاد بنسټ په افغانستان کې د مالدارۍ د خوندي تابه په پار خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










