منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نورستان خلک د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ۹۷): د نورستان ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيايي خدماتو په برخه کې له لويو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، په ټول نورستان کې ايم ډي نارينه او ښځينه ډاکټر نه شته او ډير کله د زېږون پرمهال مور او ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معلوماتو له مخې لا هم په دغه ولايت کې لوی روغتون نشته او ولايتي روغتون هم په يوه کرايه کور کې په شلو بسترونو کې جوړ شوی دی.

ولايتي چارواکي هم هلته د روغتيا په برخه موجوده ستونزې مني؛ خو وايي، تر پخوا ډير پرمختګ شوی دی.

د نورستان يوه قومي مشر او د ولايتي شورا پخوانى مشر اامان الله عنايت پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ډيرو ولسواليو کې روغتيايي اسانتياوې نشته او حتی په مرکز پارون کې هم د پام وړ روغتيايي اسانتياوې نه دي برابرې شوي.

هغه که څه هم وايي، چې د دغه ولايت مرکز کې اوس د يوې پنځوس بستريزې شفاخانې د جوړېدو چارې پيل شوي؛ خو وايي، دغه روغتون به د ختيځ او لوديځ نورستان خلکو ته ګټه ونه رسوي.

دى وايي، چې په دې ولايت کې يو ايم ډي ډاکټر هم نشته او په نورو برخو کې هم ستونزې ډېرې دي.

دغه ولايت په دريېو برخو ويشل شوی، چې يو يې مرکزي، لويديځ او ختيځ نورستانونه دي، چې په هره برخه کې څو څو ولسوالۍ پرتې دي او يوه بل ته ترې ورتګ د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو ته تګ غواړي.

 د نورستان يو بل ځايي اوسېدونکي مبشر منډولي هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت خلک د روغتيا په برخه کې له سترو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دی وايي، کله چې هم يوه ښځه د زېږون حالت ته رسيږي؛ نو يا نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي او يا هم په خپل کور کې په ډير بد وضعيت کې زېږون کوي، چې تر ډېره يا هم د مور يا هم ماشوم او يا هم د دواړو د مړېنې سبب ګرځي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس انجينر سعد الله پاينده زوی که څه هم دغلته د روغتيا په برخه کې له يو شمېر تازه پرمختګونو خوښ دی؛ خو وايي، لا هم خلک ډيرو لومړينو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه پژواک سره د خبرو پرمهال د ولايتي ادارې هڅې وستايلې؛ خو وايي لا هم په دغه برخه کې ډېر کار ته اړتيا موجود ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم که څه هم ستونزې مني؛ خو وايي، دوی هم لاس تر زنې ناست نه دي او تر پخوا ډير کار شوی دی.

هغه وايي، د مرکزي نورستان لپاره د ولايتي شل بستريز روغتون ترڅنګ په وايګل ولسوالۍ کې لس بستريز (DH) روغتون موجود دی، چې تر عملياتونو پورې په کې خدمات کېږي.

دی دغه راز وايي، د غربي نورستان د يو شمېر ولسواليو د ستونزو د حل لپاره په دواب ولسوالۍ کې لس بستريز روغتون جوړ شوی او د ختيځ نورستان لپاره هم په کامديش کې لس بستريز روغتون جوړ و؛ خو په روژه کې د وسله والو له لورې سوځول شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په نورو ولسواليو کې هم ګڼ واړه واړه کلېنکونه موجود دي، چې تر ډېره يې ستونزې حل کړې دي.

هغه زياته کړه : ((موږ  منو، چې خدمات به معياري نه وي؛ خو داسې سيمه نشته، چې هلته دې يا وړوکی کلېنک موجود نه وي، يا لس بستريز او يا هم نورو روغتونونو ته نږدې وي.))

حافظ عبدالقيوم په ورته وخت کې ډاډ ورکړ، چې د ولايتي پنځوس بستريز روغتون د رغولو چارې هم چټکې شوي او د روان کال تر پایه به يې د ساختمان د جوړېدو کارونه بشپړ شي او د پرسونل او نورو اسانتياو لپاره به يې هم ګامونه پورته شي.

په نورستان کې روغتيايي خدمات د شهامت روغتيايي او بيارغونې موسسې  SHRO لخوا پر مخ وړل کېږي، ددې موسسې تخنيکي مسوول ډاکټررضوان الله سبحاني يادې ادعاوې ردوي او وايي چې همدا  اوس په نورستان کې د ګڼ شمېر روغتيايي مرکزونو ترڅنګ ايم ډي ډاکټران هم شته دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په نورستان ولایت کی ۳۷ روعتیایی مراکز شته دي، چې درې د ولسوالی روغتونه دي (DH) ، دری بشپړ روغتیایی مرکز(CHC) یو پرمختللی بشپړ روغتیایی مرکز (+CHC) اته بنسټیز روغتیایی مراکز (BHC) دوه ویشت فرعي روغتیایي مراکز(SHC) دي او ۱۶۸ روغتیایی پوستی (HPs) دي چې له دې روغتیایی مراکزو څخه روغتیایی مراکز په غربي نورستان ۱۳ روغتیایی مراکز په مرکزي نورستان کی او ۹ روغتیایی مراکز په ختيځ نورستان کی موقیعت لري.
هغه زياته کړه، چې په وانت ويګل ولسوالۍ کې روغتون ٢٥ بستره لري، چې ټول روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
دى وايي، چې د دواب ولسوالی روغتون ۲۵ بستره لری او په دې کی هم د بی پی اچ اس مطابق ټول روغتیایی خدمات وړاندی کیږي. 
سبحاني وويل، چې د مرکز پارون  پرمختللي بشپړ روغتيايي مرکز مجهز دى او ۱۰ بستره لری د جراح ، یو ښځینه MD دوه نارینه MD په شمول ټول پرسونل يې د خلکو خدمت کوي.
 
بلخوا د نورستان د عامې روغتيا رييس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ذکي الله ستوري پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې يې د روغتيايي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. ‎هغه زياته کړه اوسمهال په دغه ولايت کې اووه دېرش روغتيايي مرکزونه موجود دي چې د شلو MD ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د اووه ويشت ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو لخوا يې چارې مخته وړل کېږي. ‎
دی دغه راز وايي، د دې سربېره ١٦٨روغتيايي پوستې هم شته او د١٣٥  ښځينه په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ٣٣٣ رضاکاران او د ١٥ ښځينه په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ٦٢  نرسان هم فعاليت کوي.
‎دی وايي:. نورستان په دريو برخو ويشل شوی،، جغرافيوي موجوديت يې هم ستونزمن دی، نو خلک د خپلو سيمو د روغتونونو په پرتله ننګرهار، کونړ او لغمان ته ‌‌‌‌‌‌ډير زړه ښه کوي

نورستان په شمال ختيځ کې يو لرې پروت غرنی ولايت دی، چې د ناامنۍ، بې کارۍ، بيارغونې او نورو برخو د مشکلاتو سربېره يې خلک د زده کړو او روغتيا په برخو کې هم له ډيرو لومړنيو اسانتياو محروم دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا