کابل (پژواک،۲چنګاښ ۹۷): په کابل کې د اولمپیک نړیوالې ورځې د مراسمو نمانځغونډه کې ځینو وینالو د دې ورځې له شعارسره سم پر یووالي او سوله ټینګار وکړ او ویې ویل چې د شته پروګرامونو په تطبیق سره به هېواد کې ورزش چټکه وده وکړي.
نن په کابل ښار کې د (( یووالي، سولې او برابري)) تر شعار لاندې د مختلفو ورزشي حرکاتو نندارې ته وړاندې کولو سره دا ورځ و نمانځل شوه، په دې مراسمو کې د ځینو مسوولینو ترڅنګ سلګونو ورزشکارانو هم ګډون کړی وو.
له ۱۹۴۸ زیږدیز کال راهیسې د اولمپیک نړیواله ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نماځل کېږي.
د اولمپیک ملي کمېټې ، بدني روزنې او ورزش رییس حفیظ الله ولي رحیمي په دې مراسمو کې وويل چې د اولمپیک ملي کمېټه په هېواد کې د ورزش د ودې لپاره بېلابېل پروګرامونه ترلاسه لاندې لري.
هغه زیاته کړه: (( موږ به په راتلونکي کال کې د مدیریت، د لوبغالو جوړولو او د ورزش په ډګر کې د غوره لوبغاړو موندلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شاهدان و اوسو.))
د نوموړي په وینا، هېواد کې د ورزش ودې لپاره د لس کلنې جوړې شوې ستراتیژۍ له مخې په لسو راتلونکو کلونوکې به دهېواد ورزش په ځانګړې توګه د ښځو ورزش په برخه کې ستر بدلونونه رامنځ ته شي.
هغه زیاته کړه: (( چې سږکال د اولمپیک نړیواله ورځ د (( یووالي، سولې او برابري)) تر شعار لاندې نمانځل کېږي ، څو ټول ورزشکاران د یووالي او سولې لپاره کار وکړي.
د نوموړي په وینا، ورزش د افغانانو لپاره د سولې پیغام راوړي او افغانانو د هېواد بېرغ په ټوله نړۍ کې رپولی دی.
د اولمپیک په ملي کمېټه کې د قومونو، قبایلو او کوچیانو چارو استازي نور رحمان تره خېل وویل: (( راځئ چې د دې ورځې په نمانځلوسره دا ثابته کړو چې موږ افغانان په هېواد کې اولمپیک کمېټې او اولمپیک جنبش ته ژمن یوو او ورزش د ملي یووالي او همپالنې لپاره یوه ګټوره لار وګڼو.))
هغه زیاته کړه چې دې ورځې ته د درنښت په پار ، اړتیا ده څو د بېلابېلو پرګنو او ورزشکارانو ترمنځ واټن نور هم نږدې شي او حکومت د ورزشکارانو ستونزو حل لپاره بنسټیزګامونه واخلي.
خونوموړي یادونه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په ولسوالیو او ولایتونو کې هغه ورزشکاران له پامه غورځول شوي چې د سولې او یووالي لپاره د کار کولو جوګه وو.
هغه وویل: (( د اولمپیک ملي کمېټې له رییس څخه دا غواړو، څو هغه ورزشکاران چې په ولایتونوکې په لږ امکاناتو سره ورزش کوي پاملرنه ورته وکړي او هغوی ته د ورزش ښه موکه برابره کړئ.))
رییسه سادات چې یوه ورزشکاره ده او د ( لامبووهلو، ځغاستې، نښه ويشتلو، اس ځغلونې او توروهنې) پنځوګونو فدارسیونونو مرستیاله هم ده، د ورزشکارانو پر یووالي یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې اړتیا ده څو د ورزش ودې او پراختیا لپاره ډېر کار وشي، ځکه ورزش یواځينۍ لار ده چې افغانان یوموټی او راشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










