ژبه

د سوک وهنې مشهور امريکايى اتل هوليفيلډ کابل ته راځي

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : د سوک وهنې پخوانى نړيوال اتل ايونډر هوليفيلډ کابل ته راځي.

په واشنګټن کې دافغانستان سفير حمد الله محب وايي چې پرون يې له نوموړي سره د ټيلېفون له لارې افغانستان ته د هغه د سفر او له افغان ورزش څخه  د ملاتړ په  اړه خبرې وکړې.

ډاکتر محب وايي چې هوليفيلډ به په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته د انسان دوستانه موخو او دغه راز د نوموړي د بنسټ له لارې له ورزش او افغان ورزشکارانو څخه د ملاتړ په هدف کابل ته سفر وکړي.

افغان سفير زياته کړې : ((د سوکو وهلو دې پخواني اتل ته مې ډاډ ورکړ چې موږ به د افغانستان سفارت له لارې نوموړي سره په افغانستان کې د ورزش د پرمختګ په لاره کې له هېڅ راز همکارو څخه ډډه ونه کړو. ))

محب وايي، هوليفيلډ په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له ډېپلوماتانو سره له  واشنګټن ډي سي څخه د باندې يوه ځانګړې ناسته هم کړې ده.

بلخوا د سوک وهنې افغان اتل احمد ولي هوتک چې په يو شمېر سياليو کې د ګډون لپاره امريکا ته تللى، له ياد امريکايي اتل سره يې ليدلي دي.

هوتک په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې هوليفيلډ دده له تمريناتو څخه ليدنه کړې او دى يې هڅولى دى.

ده زياته کړې : (( دا د افغانستان او زما لپاره وياړ دی چې د نړۍ د ورزش دا ستره څېره زما په تمريناتو د افغانستان ورزش ته خوشبيني ښکاره کړه او ده ته يې ډاډګيرنه ورکړه.))

login or register a new account.