کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٧): د عامې روغتیا او حج او اوقافو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو ترمنځ د پولیو د له منځه وړو په تړاو د متقابلو همکاریو دوه تفاهملیکونه لاسلیک شول.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تفاهم ليکونه، نن د پوليو د له منځه وړلو عالي شورا غونډه کې لاسليک شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې تمه ده په دې تړاو له عامې روغتیا وزارت سره ۷ نور تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د پولیو له منځه وړو لپاره د ولسمشر د ځانګړي استازي او ستر سلاکار ډاکتر نجیبالله مجددي د پولیو له منځه وړو په برخه کې د دولتي او غیردولتي اړوندو ادارو پر ګډو هڅو او د همغږۍ پر تقویت ټینګار وکړ.
نوموړي د پولیو له منځه وړو لپاره د پروګرامونو هڅې هیله بښونکې وبللې او خوښي یې وښوده، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې په بشپړ ډول د ماشومانو د فلج ناروغۍ د پروګرام نهایي کېدو هدف ته ورسېږي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د پولیو له منځه وړل ملي او نړیوال لومړیتوب اعلان کړ او ويې ویل: «د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې مو ویلي وو چې تر بل هر وخت زیات په هېواد کې د پولیو له منځه وړو ته نږدې شوي یو، خو نن ویلی شو چې موږ تر بل هر وخت زیات د پولیو د ریښو اېستو ته نږدې شوي یو.»
هغه زیاته کړه، ترلاسه شوي معلومات او شمېرې ښیي چې د پولیو وایروس د له منځه تلو په حال کې دی او په دې پروګرام کې ښهوالی هیله بښونکی دی.
د ده په وينا، د ۲۰۱۶ کال له پیله تر اوسه د ماشومانو د فلج وایروس د افغانستان د ولسوالیو په کچه ۹۹ سلنه موجود نه و او دا هغه بریالیتوب دی چې په نړیواله کچه تائید شوی دی.
دى وايي، د دې پرمختګ له وجې باید له افغان حکومت سره د نړیوالو مرستې قطع نه شي او زیاته یې کړه، چې دا بریالیتوب د افغانستان اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له قوي ژمنتیا او د اړوندو ادارو له مرستې او همکارۍ پرته امکان نه درلود.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مسوولينو ټینګار وکړ چې ټول خلک باید د پولیو واکسین پر اهمیت وپوهېږي او خپل ماشومان له فلج کېدو څخه د مخنیوي لپاره واکسین کړي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو پر اساس، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د پولیو د شلو پېښو شاهد و، چې دا رقم هر کال د کمېدو په حال کې دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د پولیو له منځه وړو عالي شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو له منځه وړو پروګرام لپاره د هر اړخیزو مرستو برابرولو په موخه جوړه شوې ده، چې په ربعوار ډول د پولیو له منځه وړو لپاره د جمهوري ریاست د ځانګړي استازي په مشرۍ غونډه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










