منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لسو ولایتونو کې د «طبق ناروغۍ» پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٧): د کرنې وزارت وايي چې په لسو ولایتونو کې د څارویو د «طبق ناروغي» پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د څاریو د «طبق ناروغي» پر وړاندې د واکسین  کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین د کابل له ولایت څخه په رسمي ډول پیل شو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په هغې غونډه کې چې د دې کمپاین د پیل په موخه د کابل په بیني حصار فارم کې جوړه شوې وه، د اړوندو بنسټونو چارواکي موجود وو.

د مالدارۍ روغتیا د لوی ریاست سرپرست ادریس رووف په خپلو خبرو کې وویل چې په څارویو کې د طبق ناروغي پر وړاندې د واکسین کمپاین به د مالدارۍ د کوپراتیفونو او لبنیاتو ټولنو له خوا پر کابل سربېره د پروان، لوګر، غزني، میدان وردګو، بلخ، کندوز، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پلى او له یوه کاله کم عمر لرونکي ۵۰۰زره څاروي به د طبق پر وړاندې واکسین شي.

سرچينه کاږي، دغه واکسین د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان "FAO" په همکاری د روسیې له هېواد څخه د ۳۵۰ زره امریکايی ډالرو په ارزښت پېرل شوی او د مالدارۍ د روغتیا او د خوړو او کرنې سازمان په ګډه همکاری به په یادو ولایتونو کې پلى شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، طبق ناروغي په دوه نوک لرونکو او په ځانګړې توګه غواګانو، مېښو، وزو او پسونو کې یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې په ډېره چټکۍ سره نورو څارویو ته لېږدېږي او د څارویو د مړینې سبب کېږي.

همدارز د حیواني روغتیا لوی ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ يې په ۱۰ ولایتونو کې د مالدارۍ د کوپراتیفونو ۴۰ مشران د دې واکسینونو د ښه پلي کولو په خاطر روزلي، ترڅو وکولى شي چې د دې واکسین په ښه پلي کولو او خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

د يادولو ده چې څو ورځې مخکې (د غبرګولي په ٣٠مه) د کرنې وزارت د طاعون ناروغي د مخنیوي په موخه د طاعون پر وړاندې د پنځو ميليونو وړو څارويو د واکسین کمپاین هم پیل کړى و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا