فيض اباد (پژواک،٤ چنګاښ٩٧): د بدخشان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی په داسې حال کې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي چې نړیوال غذايي سازمان(WFP) په دې ولایت کې له خوارځواکه ماشومانو سره خپلې مرستې درولې دي.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس ډاکتر نور خاوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نړیوال غذايي دفتر(WFP) د یاد ولایت له عامې روغتیا ریاست سره همغږي نه درلوده او له خوارځواکه ماشومانو سره مرستې یې په یو اړخیز ډول بندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: (( هیله من یو چې د (WFP) موسسه پر خپله یو اړخيزه پرېګړه بیا کتنه وکړي او په دغه ولایت کې له خوارځواکه ماشومانو سره د مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي او تېرو کلونو ته ورته د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږي ډول کار وکړي؛ ځکه د یاد ولایت له درېیو ولسوالیو څخه پرته په ټولو سیمو کې خوارځواکي ماشومان ځوروي؛ موږ یې مرستو ته جدي اړتیا لرو.))
بل خوا بیا د غذا د نړیوالې موسسې (WFP) مشر محمد عمر ارین د مرستو د بندېدو په اړه وویل: (( دا سمه ده چې (WFP) موسسې په یاد ولایت کې له خوارځواکه ماشومانو سره مرستې درولې دي، ددغې موسسې مشر اوس اېټالیا ته سفر کړی او په راتلونکې اوونۍ کې به بېرته بدخشان ته راشي؛ موږ به په خپله ناسته کې د عامې روغتیا له ریاست، یوناما دفتر او WHO سره په ګډه د مرستو له سره د پیل په اړوند پرېکړه وکړو.))
د فیض اباد روغتون د خدماتو مسوول ډاکتر اکبر بیغش وايي، په کورنیو کې د ماشومانو له روغتیايي ساتنې دمور او پلار د عامه پوهاوي نه شتون، د ماشومانو د روغتیا ساتنې او غذايي موادو کمښت، په لرې پرتو سیمو کې پاکو اوبو ته د کورنیو د لاس رسي نه شتون په ماشومانو کې د خوارځواکۍ لوی لاملونه دي.
نوموړي زیاته کړه، په ګرم موسم کې ماشومان په نس ناستې او استفراغ اخته کېږي، چې دا خپله په دوی کې د خوارځواکۍ د رامنځ ته کېدو لپاره لاره هواروي چې له پنځه کاله کم عمر لرونکي ماشومان په خوارځواکۍ اخته کوي.
نوموړي زیاته کړه: (( د اوس لپاره موږ د فیض اباد په ولایتي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو لپاره ۱۲ بستره لرو؛ خو په خورځواکۍ باندې اخته ۲۳ ماشومان مو بستر کړي چې د ځای د نه شتون له وجې مو په ځينو بسترو له دوه تر درې ماشومان هم بستر کړي او په دې او نورو ناروغیو د اخته بستر ماشومانو درملنه کوو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یواځې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې يې ۴۶ په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي او د ۲۹ ماشومانو له بستر څخه بېرون درملنه شوې ده.
د فیض اباد د ولایتي روغتون د خدماتو مسوول وايي، د هغو ماشومانو له ډلې دوه یا درې یې له منځه ځي. د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای په یواځې ډول د نورو شخصي سکتورونو له مرستې پرته په یاده ستونزه برلاسی شي؛ کله چې د بېوزلۍ کچه را کمه شي موږ د خورځواکۍ کچه هم راکمولای شو.
په بدخشان کې د یونیسف د ادارې مسوول محمد ظاهر فاضل پژواک ته وویل، په بدخشان کې اوس هم ماشومان او میندې د خوارځواکۍ له امله ځورېږي، په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د تر سره شوې سرشمېرنې له مخې په ماشومانو او میندو کې د خوارځواکۍ سلنه ۴۰ ښودل شوې ده؛ خو په کورنیو کې د بېوزلۍ له امله دغه کچه د ډېرېدو په حال کې ده او له هغه وروسته په بدخشان کې د خوارځواکۍ په اړوند بله سرشمېرنه نه ده تر سره شوې.
بل خوا د بدخشان د کرنې رییس محمد عالم عالمي وايي چې په دغه ولایت کې ۶۲ سلنه خلک د بېوزلۍ تر اندازې په ټيټه برخه کې ژوند کوي چې دا د اندېښنې وړ ده، بدخشان یو داسې ولایت دی چې ټولې کرنيزې ځمکې یې للمي دي او پر اورښت تکیه دي.
نوموړي وویل: (( دا چې سږ کال د اورښت کچه کمه وه او اوس وچکالي ده، موږ په روان کال کې ۶۰ زره متر یک ټن غنمو ته اړتیا لرو چې له ولایت څخه بېرون یې تیار او دلته یې راوړو.))
له بلې خوا د بدخشان ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي، په بدخشان کې له۳۰۰ زرو ډېر هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي موجود دي چې ۴۰ سلنه یې په خوارځواکۍ اخته دي.
د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکې شکېبا چې په خوارځواکۍ اخته ۱۳ کلن ماشوم یې د فیض اباد په ولایتي روغتون کې بستر دی وايي، د بېوزلۍ له وجې نه ده توانېدلې چې له ماشوم څخه یې په سم ډول روزنه وکړي او قوي غذا ورته برابره کړي؛ دا کار یې په خوارځواکۍ د ماشوم د اخته کېدو لامل شوی دی.
نوموړې زیاته کړه: (( ماشوم یې پر نس ناستې او استفراغ برسېره په خوارځواکۍ اخته دی او ۱۲ ورځې کېږي چې بستر دی او روغتیایې حالت یې د ښه کېدو پر لور روان دی.))
د فیض اباد له شپږمې حوزې څخه منېرې پژواک خبري اژانس ته وویل: (( ماشوم مې له یوې میاشتې په نس ناستې، استفراغ او خوارځواکۍ اخته دی، خاوند مې چې له یوې موسسې سره یې کارکاوه، اوس یې دنده له لاسه ورکړې ، میاشتې کېږي چې موږ د خوراک څه نه لرو او ماشوم مې هم په خوارځواکۍ اخته دی.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










