ژبه

د اماراتو کرکټ بورډ په دوبۍ کې د افغان ليګ سياليو ترسره کېدل منظور کړل

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٧): د اماراتو کرکټ بورډ ادارې په دغه هېواد کې د افغان غوره ليګ شل اووريزو سياليو ترسره کېدل منظور کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته په استول شوي لیک کې ويلي، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان غوره ليګ (APL) سیالیو له ترسره کېدو سره موافق دي.

د هغه په وينا، د اماراتو کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ د نړيوالې شورا تر منظورۍ وروسته به د ۲۰۱۸ زېږديز کال د اکتوبر په میاشت کې دغه سيالۍ په اماراتو کې پيل شي.

افغان پريميرلیګ (APL) د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزې شل اووریزه سيالۍ دي چې تړون يې د روان ۲۰۱۸ زېږديز کال په جنورۍ میاشت کې له يوې هندي کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د ليګ په لومړي پړاو کې پنځه لوبډلې دي چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل شي او د اکتوبر میاشتې له ۵مې به تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړي چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم په کې ولوبول شي.

د  افغانستان کرکټ بورډ او د هند د ټي سي ایم تر منځ  د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې يو بل تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې ټي سي ایم د افغانستان کرکټ بورډ سره د اې پي ایل لپاره د تطبیقوونکې کمپنۍ په توګه کار کوي.

د يادونې ده چې په اکتوبر مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبـډله سيالۍ لري.

د نورو هېوادونو لوبډلې د ناامنيو له امله پاکستان ته نه ځي او پاکستان خپلې کوربه سيالۍ په اماراتو کې ترسره کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې د اماراتو کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې په اکتوبر کې د افغان غوره ليګ سياليو ترسره کېدو ته اجازه ورنه کړي او يا دې نورې نېټې ورته وټاکي.

login or register a new account.

ورته موضوع