منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر په ننګرهار کې د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

جلال اباد (پژواک،١٠ چنګاښ ٩٧) : ولسمشر اشرف غني ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال په جلال اباد ښار کې د زر بستريز روغتيايي کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ١٠مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر دغه ولايت ته د سفر پر مهال نن سهار لومړى د ياد روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه زياته کړه، په دې مراسمو کې د ننګرهار والي حيات الله حيات، دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د خوږياڼي په وينا، دغه کمپلکس به چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستريز روغتون،د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بستره د عمومي درملنې او د درملو د ډيپوګانې ولري .

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، ختيځ روغتيايي کمپلکس (Khatiz Medical Complex)  ته په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د عامې روغتيا رياست د پلان مخې ۲۰۰جريبه ځمکه انتخاب او په ۱۳۹۴ کال کې په ملي بوديجه کې ونيول شوه.

سرچينه وايي، د بي بي فاطمة الزهرا د ولادي نسايي ۲۰۰ بستريز روغتون او د روغتيايي علومو انيستيتوت تعمير چارې د سعودي عربستان حکومت په پنځه ميليونه ډالر مالي مرسته پيل شوي، چې د تعميراتي کارونو ترڅنګ د طبي وسايلو د تکميل وروسته به رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتيا رياست وايي، د دې ترڅنګ د ۱۵۰ بستر په ظرفيت د معلولينو بيارغونې مرکز لپاره ودانۍ د سويډن موسسې په شپږ پنځوس ميليونه ډالره مرسته پيل شوې، په دې تعمير کې د سويډن حکومت په مالي مرسته د معلولينو لپاره ټول روغتيايي خدمات به عرضه شي، چې د تعميراتي چارو تکميل وروسته به ډېر ژر پر فعاليت پيل وکړي.

سرچينه وايي، د توبرکلوز د مقاومو ناروغانو ۴۰ بستريز روغتون چارې، چې د USAID په لس ميليونه ډالره مالي مرسته د UNDP له خوا پيل او چارې يې تکميل شوي، چې د ناروغانو د بستر لپاره چمتو او ډېر ژر به په کې د روغتيايي خدماتو عرضه پيل شي.

په دې کمپلکس کې د پلان مطابق د يونيسف او نړيوال روغتيايي سازمان په مالي مرسته دوه ډيپو ګانې چې يوه يې د درملو او بله هم د غذا د ساتلو لپاره دي د جوړېدو کار يې بشپړ شوى  دى.

د ننګرهار سيمه ييز روغتون نوې ودانۍ د ۶۰۰ بستر په ظرفيت چې د ودانۍ قرارداد يې بشپړ  شوی او د بنسټ ډبره يې ايښودل کېږي چې له جوړېدو وروسته به يې د ننګرهار او په مجموع کې د ختيځې سيمې د ناروغانو ستونزې حل شي.

د سيمه ييز روغتون د تعمير له جوړيدو سره به د ختيځ روغتيايي کمپلکس ۱۰۰۰ بسترونو په ظرفيت د هېوادوالو لپاره روغتيايي با کيفيته خدمات به په کې وړاندې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا