کندهار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۷): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۵ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپيان شوي دي.
د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا دغه عملیات د دغې ولسوالۍ په خواجه زو سیمه کې شوي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا هغه مهال عملیات وشول چې لسګونه وسله والو طالبانو غوښتل د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
هغه زیاته کړه، د عملیاتو پر مهال وسله وال طالبان د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواکونو له خوا په نښه شول چې په پایله کې یې ۳۵ تنه وسله وال ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.
دی وايي، په وژل شوو کې د زابل د ښار صفا ولسوالۍ اړوند د طالبانو سیمه ییز قومندان ملا عبدالباري او د شاولیکوټ ولسوالۍ د طالبانو سیمه ییز قومندان توریالی هم شامل دي، دغه راز په ټپيانو کې د شاولیکوټ اړوند طالب قومندان ګلاب اغا هم شامل دی.
د ده په خبره، د وژل شوو وسله والو جسدونه په سیمه کې پاتې شوي دي او ټول وسایط او وسلې یې له منځه تللي دي.
دراني وویل، په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
نوموړي خبر ورکړ، له هغه وروسته چې د ولسمشر له خوا اعلان شوی اوربند پای ته ورسېد، د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو شاولیکوټ، میوند، نېش، معروف او یو شمېر نورو کې د امنیتي ځواکونو له خوا پراخ عملیات پيل شوی چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دی.
د ده په خبره، تر دې مهاله وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او د اوس مهال لپاره یې د ډله ییزو بریدونو توان له لاسه ورکړی دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.