غزني ښار (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٧) وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ولايت د مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې ١٢ بريدونه کړي چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ١٦مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو تېره شپه د غزني ښار، لومړۍ حوزې، امنيتي ټولي، دشاهرا ټولي، اسفندې او په يو شمېر ولسواليو کې بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، دا بريدونه د شپې په ١٢ بجو پيل او تر سهاره روان وو چې په ترڅ کې يې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د نوري په وينا، د غزني ښار د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان څارمن محمد ظريف چې زنخان ولسوالۍ ته پر لاره وو، د طالبانو له کمين سره مخ او له خپلو درېيو پوليسو سره يو ځاى ووژل شو او دوه نور ټپيان شوي.
د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو د سيمې اوسېدونکی شمس الله وايي چې طالبانو تېره شپه ددې ولسوالۍ پر مرکز بريد کړى او ټوله شپه په سيمه کې جګړه روانه وه.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې دزنخان ولسوالۍ په مرکز يې بريد کړی، د پوليسو قرارګاه يې نيولې او د قوماندان ظريف په ګډون يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










