منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې به لسګونه زره ماشومان له واکسينه پاتې شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

ترینکوټ(پژواک،۱۸چنګاښ۹۷): د اروزګان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د نا امنۍ له امله په دغه ولايت کې د ١٨٦ زره ماشومانو له ډلې څخه يواځې ٢٢زره ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيقيږي.

نن د چنګاښ په ١٨مه داسې مهال د اروزګان ولايت په مقام کې د ګوزڼ د مخنيوي واکسين کمپاين پيل شو چې طالبانو په ټول ولايت کې د دې واکسين د تطبيق مخه نيولې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د اروزګان د عامي روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله يواځې دوى په امن سيمو کې ٢٢ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق کولى شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې بايد څه باندې ١٨٦ زره ماشومانو ته په دې دور کمپاين کې د پوليو واکسين ورکول شي.

د خپرو شويو راپورنو له مخې، طالبانو ويلي چې د پوليو واکسين بايد يواځې په جوماتونو کې ماشومانو ته تطبيق شي.

خو روغتيايي چارواکي بيا وايي چې که کور په کور د پوليو واکسين تطبيق نه کړي ډېرى ماشومان به د ګوزڼ د مخنيوي له واکسين څخه پاتې شي.

خو مياخېل وايي چې د اړوندې موضوع په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي، ترڅو په ټولو سيمو کې د پوليو واکسين کولو ته اجازه ورکړي.

ده زياته کړه: (( اندېښني دا دي چې که په ټول ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق مخه ونیول شي نو اروزګان به هم د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه وي چې د پوليو پېښې به په کې ډېرې وي.))

دغه راز د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید پژواک ته وويل چې د طالبانو له لوري د پوليو واکسين د تطبيق مخنيوى، له خلکو سره لوى ظلم دى.

هغه وايي: (( که طالبان د پوليو واکسين کولو ته اجازه ورنه کړي، نو راتلوونکى نسل به له يو سخت حالت سره مخ کړي.))

د يادونې ده چې د اروزګان ترڅنګ په هلمند کې هم طالبانو په هغو سيمو کې د پوليو واکسين د تطبيق مخه نيولې چې کنټرول يې له دوى سره دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا