منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خبریالانو د کرکټ پای لوبه د کونړ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

اسعد اباد(پژواک،٢٣چنګاښ٩٧): د کونړ او ننګرهار ولایتونو د خبریالانو د کرکټ پای لوبه د کونړ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د شلو اووريزو سياليو سيريز د کونړ او ننګرهار د خبريالانو ترمنځ درې ورځې مخکې په کونړ ولايت کې پيل شوى و .

په پاى کې لوبه د کونړ لوبډلې، د  ننګرهار لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف ورکړ چې د ننګرهار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شواى کولى چې دغه هدف پوره کړي.

د لوبې غوره لوبغاړى د کونړ له لوبډلې څخه فياض خان وټاکل شو، نوموړي په ١٦ توپونو نيمه سليزه پوره کړې وه.

د کونړ د خبريالانو د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر مجاهد شورش وويل چې له دې سياليو څخه موخه د سولې پيغام او د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

هغه زياته کړه: (( خبریالان چې د ټولنې د باور خلک دي د نورو خبرونو ترڅنګ باید د ورزش د پیاوړتیا لپاره هم کار وکړي، ترڅو د همدې لارې هغه ځوانان چې په نشو او نورو بې ځايه کارونو بوخت دي لاس واخلي.))

دغه راز د ننګرهار د خبريالانو د کرکټ لوبډلې، لوبډلمشر سميع الله هلال وويل چې په راتلوونکي هم بايد دغه شان سيالۍ ترسره شي ترڅو د خبريالانو ترمنځ اړيکې پياوړې شي.

دغه راز د پاى لوبې په مراسمو کې د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بيدار هم ګډون کړى و.

نوموړي وويل چې د دغه شان سياليو ترسره کېدل په هېواد کې د سولې له پروسې سره هم مرسته کوي.

هغه زياته کړه چې په کونړ کې د کرکټ د معياري لوبغالي د جوړېدو په برخه کې د ځمکې ستونزه  به هم هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال په ننګرهار کې د خبريالانو د کرکټ سياليو اتلوالي هم د کونړ لوبډلې ترلاسه کړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې