ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځاځي ميدان کې دپاکستانيو ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ جګړه شوې

د خوست ځاځي ميدان کې دپاکستانيو ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ جګړه شوې

author avatar
15 Jul 2018 - 12:21
د خوست ځاځي ميدان کې دپاکستانيو ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ جګړه شوې
author avatar
15 Jul 2018 - 12:21

خوست ښار( پژواک، ٢٤ چنګاښ ۹۷): چارواکي وايي چې د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پاکستاني مليشه ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ جګړه پيل شوې چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالبصيربينا د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک اژنس ته وويل چې دغه جګړه نن سهار وختي د يادې ولسوالۍ د مندتې په سرحدي سيمه کې وروسته له هغه پيل شوه چې يو شمېر وسله والو په سيمه کې پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه،په جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولسي خلکو هم پراخه برخه اخيستې او دواړه غاړې پر سپکو وسلو سربېره له درنو وسلو هم کار اخلي.

د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک ته وويل چې تر اوسه په دغه نښته کې درې ولسي خلک او اووه وسله وال بريدګر وژل شوي، يو شمېر ولسي خلک او وسله وال بريد کوونکي ټپيان شوي، خو ويې ويل چې په شمېر کې ښايي بدلون راشي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، بريد د ډيورنډفرضي کرښې له هغې غاړې پاکستاني مليشو پيل کړی، خو د والي وياند طالب منګل وويل چې دوی هم د مليشو په اړه اورېدلي خو د دې موضوع د لا روښانتيا لپاره وخت ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا غړي او د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي جانميرځاځي هم پژواک اژانس ته وويل چې بريد کوونکي ظاهراً په ملکي لباس کې دي، خو د سيمې اوسېدونکو د معلوماتو له مخې چې پاکستاني مليشه ځواکونه دي.

تر اوسه د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې او يا پاکستاني ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.