جلال اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او د عامې روغتيا رياست وايي چې دغه ولايت ته د روغتيا برخې امکانات د نفوسو په تناسب نه ورکول کېږي چې له امله یې ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخ دي.
د معلوماتو له مخې، دغه ولايت ته د ۱،۷ ميليونه وګړو حق ورکول کېږي؛ خو دلته د کډوالو د راتګ او د نورو ولايتونو د خلکو اوسېدو په وجه د مراجعينو شمېر له درېيو ميليونو هم پورته دی.
که څه هم د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ۲۲ ولسواليو کې ۱۵۸ روغتيايي مرکزونه شته، خو بيا هم خلک د دغو روغتيايي مرکزونو د نشتوالي له امله شخصي کتنځايونو او حتی نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ورځي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی محمد ناصر کامه وال وايي چې د عامې روغتيا وزارت له ننګرهار سره د روغتيا په برخه کې د مور او میرې چلند کوي.
هغه پژواک ته وويل، د دغه ولايت نفوسو ته په کتو روغتيايي امکانات ډېر کم دي چې له امله يې د مرکز په ګډون د ټولو ولسواليو خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې دغه ولايت ته د روغتيايي امکاناتو د ورکړې لپاره دې له سره کتنه وشي او هغومره امکانات دې ورته وټاکل شي، څومره چې د خلکو شمېر دی.
که څه هم د روغتيا برخه کې ستونزې په مرکز جلال اباد ښار کې هم شته خو د ولسواليو خلک ترې ځکه کړېږي چې هلته شخصي روغتونونه او کتنځايونه موجود نه دي.
د حصارک ولسوالۍ چې له لوګر او کابل ولايتونو سره ګډه پوله لري او د ننګرهار له مرکز جلال اباد ښاره ډېره لرې پرته ده، ډېری ناروغان يې ښار ته د انتقال پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
د دې ولسوالۍ قومي مشر ملکو خان وايي، د ولسوالۍ په کچه پخوا يو کلينيک موجود و خو اوس هغه هم د وسله والو له لوري له منځه وړل شوی او يوازې د سرې میاشتې يو کلينيک او په يو لرو پروت کلي کې يو کلينیک موجود دی.
دی وايي، دغه مرکزونه هم د ګوتو په شمېر ناروغانو کتنه کوي او ډېر خدمات نه شي وړاندې کولی، خلک اړ کېږي، د زېږون پر مهال میندې، ټپيان او شديد ناروغان مرکز ته انتقال کړي چې د لارې د خرابوالي له امله يې ډېر کسان ژوند له لاسه ورکوي.
دوربابا بله هغه لرې پرته ولسوالۍ ده چې هم يې لاره خرابه ده او هم په کې بستريز روغتون، عمليات خونه او د زېږون خونه نشته چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د دې ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر رڼاګل شينواري پژواک ته وويل چې ډېر کله ناروغان ښار او غني خېلو ولسوالۍ ته د انتقال پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
په ډېرو ولسواليو کې چې روغتيايي مرکزونه او ډاکتران موجود وي، نو هلته بيا د دوايانو د نه موجوديت له امله خلک په ستونزو کې دي.
د دغو ولسواليو له ډلې يوه هم د پچيراګام لرې پرته ولسوالي ده چې د ولسوالۍ پر کلينيک سربېره درې نور کلينيکونه هم لري، خو د درملو د کمښت له امله يې ناروغان ښار ته انتقالېږي.
د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک عزت خان پژوک ته وويل چې د ښځينه ډاکترانو نه شتون هم د دې ولسوالۍ د روغتيايي ستونزو يوه برخه ده چې له امله يې ميندې د زېږون پر مهال خپل ژوند او يا هم د خپل ماشوم له لاسه ورکوي.
که څه هم د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي ځينې روغتيايي ستونزې مني خو وايي، ستونزه دغه ولايت ته د امکاناتو د کموالي له امله ده.
د دغه رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک ته وويل چې روغتيايي امکانات ورته د ۱،۷ ميليونه نفوسو ورکول کېږي، خو دوی خدمات په اوړي کې د نږدې څلور او ژمي کې د څه باندې څلور ميليونو خلکو کوي.
د هغه په وينا، ننګرهار د خپلو نفوس تر څنګ د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو او کابل- جلال اباد او جلال اباد- تورخم لویو لارو د ترافيکي پېښو د قربانيانو درملنه هم ترسره کوي.
دی زياتوي چې په ننګرهار کې د يو سيمه ييز، يو ولايتي، د پښتورګو او روږدو کسانو د درملنې د لويو روغتونونو په ګډون ټولټال ۱۵۸ روغتيايي مرکزونه لري چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې فعال دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت لپاره د يو زر بستريز روغتيايي کمپلېکس د جوړېدو چارې هم پيل شوې چې چارواکي هيله مند دي چې تر ډېره به د دغه ولایت خلکو روغتیايي ستونزې ورسره حل شي.
د نفوسو ډېروالی او د امکاناتو او حق ورکولو کموالی په ننګرهار کې يوازې روغتيايي بخش نه دی له ستونزو سره مخ کړی، بلکې د دغه ولايت ډېرې برخې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










