ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د نا امنو ولسوالیو زده کوونکو ته لیلیه جوړېږي

خوست ښار کې د نا امنو ولسوالیو زده کوونکو ته لیلیه جوړېږي

author avatar
17 Jul 2018 - 16:28
خوست ښار کې د نا امنو ولسوالیو زده کوونکو ته لیلیه جوړېږي
author avatar
17 Jul 2018 - 16:28

خوست ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د خوست د نا امنو سيمو د ښوونځيو زده کوونکو ته د يوې ليليې لپاره د څلور پوړيزې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د ولايتي چارواکو په وينا، د ليليې دغه څلور پوړيزه ودانۍ د خوست ښار ختيځ لور ته د غرغښت په لېسه کې جوړېږي چې چارې به يې په راتلونکو دوو کلونو کې په اساسي ډول بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې ودانۍ ۴۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به يې د نا امنو ولسواليو سلګونه زده کوونکو ته د اوسېدونکو زمينه برابره شي.

والي په خپلو خبرو کې زياته کړه، هڅه يې دا ده چې د معارف په برخه کې د ستونزو د هواري په موخه په دغه ولايت کې ورته نورې پروژې هم منظورې او پلې کړي.

هغه وايي: ((دغه څلور پوړيزه ودانۍ به ټول ټال ۷۲ خونې ولري او د نا امنو ولسواليو ۲۸۴ زده کوونکي به دلته ليليه وي او باور لرم چې د دې ودانۍ په تکميلېدو سره به سلګونه زده کوونکي با کيفيته تعليم ته ادامه ورکړي.))

د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان وايي که څه هم دوی په ټول خوست کې هېڅ تړلی ښوونځي نه لري، خو بيا هم په ځينو ولسواليو کې زده کوونکي د نا امنيو له امله خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی.

هغه وايي: ((زه نن په ډېر جرئت سره ويلی شم چې د خوست په هېڅ يوه سيمه کې داسې ښوونځی نشته چې هغه دې د زده کوونکو پر مخ تړلی وي، خو ستونزې به وي او موږ هڅه کوو چې په تدريجي ډول سره دې ستونزو ته د حل لار پيدا کړو.))

د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول خوست کې ۳۵۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي چې له دې ډلې ۲۰۴ ښوونځي سرپناه نه لري او زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.