منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ژونالېستانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل(پژواک،۲۷چنګاښ ۹۷): د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټه وايي چې د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت کړې  چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه زیاتې شوې دي.

د ژورنالېستانو په اړه هغه راپور چې نن د افغان ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې(AJSC) خپور کړ ښيي چې د ۲۰۱۸ ميلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې د رسنیزې ټولنې او ژورنالېستانو لپاره تر ټولو مرګونې وې.

د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو او ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۱ یې د ژونالېسانو د وژل کېدو پېښې دي او په دې وخت کې ټول ژورنالېستان په هدفي او مستقیم ډول وژل شوي دي.

د وژل شوو ژورنالېستانو له ډلې نهه کسان د روان کال د غويي په ۱۰ مه ( ۲۰۱۸،۳۰ اپرېل) په ځانمرګي برید کې وژل شوي او دوه نور په کندهار او خوست کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې هېڅ ډلې  یې مسوولیت نه دى منلى.

د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې په راپور کې راغلي، د ژورنالېستانو د وژنې د ۱۱ پېښو تر څنګ ۱۹ د بلدسلوک او توهین، ۱۴ پېښې د وهلو، ۱۱ پېښې د ټپي کېدو،۲۸ د ډارولو، ۵ د نیولو او احضار او یوه په ناقونونه توګه  له رسنۍ څخه د ایستلو پېښه ثبت شوې دي.

د دغې کمېټې مسوولان وايي، ثبت شوې شمېرې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د ۲۲ سلنه زیاتېدو ښکارندويي کوي؛ ځکه دغې کمېټې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پېښې ثبت کړې وې.

د افغان ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې رییس نجیب شریفي په یوه خبري ناسته کې وویل، د ژورنالېستانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی د ترهګرو ډلو د جرمونو د خپرولوپه برخه کې د خبريالانو د خودسانسورۍ لامل شوی.

نوموړي زیاته کړه، دغه کار په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې چې ترهګرې ډلې هلته ډېر نفوس او فعالیت لری زیات تر سترګو شوی ؛ هلمند، کندهار، عزني او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د سانسور  ډېری برخه په کې لیدل شوې ده.

نوموړي په ډاګه کړه، په هېواد کې د ناامنۍ زیاتېدل،  د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو د جزا د بښنې کلتور، په اوسنۍ جګړه کې د تبلیغاتو د ارزښت زیاتېدل چې رسنۍ یې د ترهګرو ډلو دپاملرنې مرکز ګرځولی د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، د خبر په رسولو کې د رسنیو د مهم رول له امله له ژورنالېستانو او رسنیو سره دترهګرو ډلو ایډیالوژیک او سیاسي مخالفت، د قانون او د ژورنالېستانو د خوندیتوب د مادو نه پلي کول هم له ژورنالېستانو سره د تاوتریخوالي لاملونه دي.

شریفي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، رسنۍ دنده لري چې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي او په دې برخه کې اغېزمن پلانونه او پالیسۍ په نظر کې ولري، ترڅنګ یې رسنۍ مکلفې دي تر څو ټول هغه ایمني وسایل چې د ترهګریز او جنګي خطر پر مهال د خوندیتوب لپاره ورته اړتیا وي، د ژورنالېستاتو په واک کې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، د هرې ورځې په تېرېدو او ګواښونو زیاتېدو ته په پام ژورنالېستان هم مکلف دي چې خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي اوځانونه دخبر قرباني نه کړي؛ ځکه د خبریالۍ اخلاق امر کوي چې هېڅ خبر د خبریال تر ژوند مهم نه دی؛ نو له دې امله ژورنالېستان باید د خبر ترلاسه کولو په خاطر ځان د خبر سوژه ونه ګرځوي.

په کابل کې د یوه خصوصي تلوېزیون خبریال محمد وسیم ایثار وویل، د خبریالانو لپاره شرایط هېڅ خوندي نه دي ، د خبریالانو د مدافعو بنسټونو کارونه هم کمرنګه دي او د خبریالانو امنیت ته حکومت هم جدي پاملرنه نه کوي.

نوموړي له خبریالانو وغوښتل، کله چې د ځانمرګو بریدونو او یا جنګي عملیاتو پر مهال سیمې ته ځي ځان ته دې پاملرنه وکړي او له ایمني وسیلو دې کار  واخلي.