جلال اباد (پژواک،٢٧ چنګاښ ۹۷):د ننګرهار ولايت روغتيايي او د چاپيريال ساتنې ادارو چارواکي وايي چې د هوا د ککړتيا له امله تنفسي ناروغۍ ډېرې شوي او هره ورځ په منځني ډول له څلور زره ډېر کسان په ناروغيو اخته کېږي.
د چاپيريال ساتنې اداره وايي چې د استوګنې په سيمو کې د فابريکو موجوديت، د بې کيفيته تېلو مصرف، د غير معياري ريکشاوو موجوديت او د شنو ساحو کمښت هغه څه دي چې د دغه ولايت هوا يې ککړه کړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې د روان ۱۳۹۷ لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتوکې د دغه ولايت ۵۸ روغتيايي مرکزونو ته په تنفسي ناروغيو اخته څه دپاسه څلور سوه څلوېښت زره ناروغانو د درملنې په موخه مراجعه کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه شمېرې ښيي چې هره ورځ په اوسط ډوله ۴۸۰۰ کسان په تنفسي ناروغيو اخته کېږي.
نوموړی وايي،داشمېرې يواځې د دولتي روغتونونو دي او ښايي شخصي روغتونونو ته مراجعه کوونکو سره يې شمېر تر دې هم لوړ شي.
دی زياتوي: ((د دغو ناروغيو له ډلې د ستوني، پزې او غوږ درد، سينه او بغل او زکام دي چې لوی علت يې هم د هوا ککړتيا ده. ځينې نور علتونه لکه د غير صحي خوړو او اوبو استعمال او ګرمي به هم وي؛ خو لوی علت يې ناپاکه هوا ده.))
نوموړى زياتوي، د تېر لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې هم ورته څلور سوه شپاړلس زره او ۷۵۷ ناروغانو مراجعه کړې وه چې سږنۍ شمېرې تر دغو شمېرو ۲۳۵۲۳ ناروغان زيات ښيي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې مشر فضل الربي هميم هم پژواک سره د خبرو پرمهال په دغه ولايت کې د چاپيريال د ککړتيا په اړه اندېښنه شريکه کړه.
هغه وايي، د هوا په ککړتيا کې د غير معياري ريکشاوو موجوديت، په ښاري سيمو کې د فابريکو فعاليت، د ځنګلونو او شنو ساحو کمښت او په ښاري سيمو کې د حفظ الصحې نه مراعتول شامل دي.
د نوموړي په وينا، هڅه کوي څو ددغو ستونزو مخه ونيسي؛ خو اداره يې يواځې پاليسي جوړونکې ده او د ډېرو جدي اقداماتو لپاره ورته نه هم جواز او نه هم امکانات په لاس ورکول کېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم اندېښمن دي چې د دغه ولايت هوا او چاپيريال ورځ تر بلې د ککړېدو په حال کې دی.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی سمع الحق که څه هم په دغه برخه کې د خلکو نه پاملرنه اندېښمنوونکې ګڼي؛ خو وايي چې په دولتي کچه هم کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.
خيبر چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته له خپل ناروغ سره تللی، وايي چې د کور څنګ کې يې د صابون جوړولو فابريکه ده چې هره ورځ يې د کورنۍ يو غړی له امله ناروغېږي.
بلخوا روغتيا پالان سپارښتنه کوي چې خلک خپله بايد له ناروغيو څخه د ځان خلاصولو په پار وقايوي کارونه ترسره کړي.
د داخله ناروغيو متخصص او د روغتيايي چارو کارپوه ډاکټر محمد شعيب ساپی له دا ډول ناروغيو د مخنيوي لپاره خلکو ته د حفظ الصحې د مراعتولو سپارښتنه کوي.
هغه زياته کړه: ((د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي لپاره بايد خلک په خپلو سيمو کې ډېرانونه، د ګنده اوبو ډنډونه او چټلي له منځه يوسي، ښار کې د ګرځېدو پرمهال ماسک وکاروي، دغه راز د شپې له خوا پشه خانې وکاروي او تر رفع حاجت وروسته بايد پر صابون خپل لاسونه پرېمنځي.))
که څه هم د ننګرهار په ګډون د هېواد د لويو ښارونو د هوا د ککړتيا په برخه کې اندېښنې موجودې دي؛ خو په حکومتي کچه په دغه برخه کې تر ډېره د کوم ګټور اقدام پورته کولو راپور نه دی ورکړل شوی.
روغتيا پالان په دې باور دي، که د تنفسي ناروغيو او په ځانګړي توګه د موټر له لوګيو رامنځته شوې تنفسي ناروغيو مخنيوی ونه شي؛ نو په يو ډول خطرناکې سرطاني ناروغۍ اوښتى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










