کابل (پژواک، ۶ زمری ۹۷): د افغانستان د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او زیات عمر لرونکو کسانو د پاورلېنګ د ملي ټيم انتخابي سیالو يوولسمه دوره نن په کابل کې د ۱۶۰ ورزشکارانو په ګډون پيل شوه.
پاورلیفتینگ د وزن پورته کولو ورزش ته ورته ورزش دی.
د پاورلېفټېنګ تخنیکي فدراسیون او د هېواد د وسپنیزو ځوانانو مرستیال شاه پور طوطاخېل پژواک ته وویل، د دغه ورزش د انتخابي ټيم په سیالیو کې له ۱۵ کلپونو څخه ۱۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
نوموړي وویل، دغه ورزشکاران په درېیو برخو تنکي ځوانان، ځوانان او ډېر عمر لرونکو کسانو په نهو وزنونو کې له (۵۳ تر ۱۲۰ کیلو ګرامه) درې ورځې له یو بل سره سیالي کوي.
هغه زیاته کړه، د دغو ورزشکارانو له ډلې د ملي ټيم لپاره ۲۵، ۲۵ کسان تنکي ځوانان، ځوانان او ډېر عمر لرونکي کسان د ملي ټېم لپاره ټاکل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د یاد هر ټېم څلور، څلور کسان د غوره څېرو په حیث ټاکل کېږي او ټاکل شوې ده چې دغه ۱۲ کسان په هغو سیالیو کې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په دوبۍ کې ترسره شي، ګډون وکړي.
د ملي ټيم د لپاره په ترسره کېدونکو سیالیو کې ځوان ګډون کوونکي ورزشکار نذیر جهانګیري وویل، دوه میاشتې یې یادو سالیو ته تیاري نیولی او هیله لري چې د غوره څېرې په حیث به وټاکل شي.
نوموړي زیاته کړه، د سیالیو سطحه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده او ورزشکاران هم ځانګړى تیاری لري.
د زیات عمر لرونکو ورزشکارانو له ډلې محمد شریف وویل: ((له درې میاشتو راهیسې مې دغې سیالیو ته تیارى نیولى او ټاکل شوې ده تر ۲۸۰ کیلو ګرامه وزن پورته کړم.))
د پاورلېفټېنګ او وسپنیزو خلکو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغې ورزشي څانګې شاوخوا ۹ کاله مخکې په افغانستان کې د اولمپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې فعالیت پيل کړی او د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې زرګونه کسان په دې ورزش مصروف دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










