منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۱°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د سړک جوړولو شرکت د تښتول شوو ۴۳ کارګرو برخلیک لا هم نه دی معلوم

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۶ زمری ۹۷): په کندهار کې د سړک جوړولو شرکت د ۴۳ کارکوونکو له تښتول کېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي، خو لا یې هم د برخلیک په اړه معلومات نشته.

تښتول شوو کسانو د افغان صداقت په نوم له یوه شرکت سره د سپین بولدک- ښوراوک سړک جوړولو کې کار کاوه.

دغه کسان څه باندې یوه میاشت مخې (د غبرګولي ۳۱مه) د وسله والو طالبانو له خوا د یوه برید په ترڅ کې وتښتول شول.

چارواکي او په خپله د یاد شرکت مسوولین وايي، د تښتول شوو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي خو تر اوسه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د افغان صداقت سړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وویل، له هماغه پيله د سیمې د مخورو او قومي مشرانو په وساطت له وسله والو طالبانو سره خبرې شوې خو لا هم تښتول شوي کسان خوشي شوي نه دي.

هغه زیاته کړه، د هغوی د خلاصون هڅې دوام لري او د دوی هیله دا ده چې دغه کسان خوشي شي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.

د ده په خبره، د دغو کارکوونکو له تښتول کېدو ۳۵ ورځې تېرېږي چې هره یوه ته یې کورنۍ ور له غاړې دي او په بد حالت کې ژوند کوي.

د نوموړي په وینا، د تښتول شوو کسانو د کورنیو غړي هره ورځ ده ته ورځي او له ده خپل کسان غواړي.

غوث الدين وايي، تښتول شوي کسان ټول عام کارګر دي او په دې برخه کې هر راز اسناد او شواهد وړاندې کولای شي.

نوموړی یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د تښتول شوو کارګرو پر کورونیو رحم وکړي او هغوی خوشې کړي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی هم وايي چې د تښتول شوو کسانو په را خوشي کېدو کې پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت ۴۳ تنه کارګر چې له تښتول کېدو وروسته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وړل شوي، تر اوسه د ګلستان په سیمه کې ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه، د مخورو او قومي مشرانو په مرسته د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي خو تر اوسه دغو هڅو پایله نه ده درلودلې.

د ښوراوک ولسوال عبدالنافع هم وايي چې د تښتول شوو کسانو د را خوشې کولو په موخه د قومي مخورو هڅې تر دې مهاله بې پایلې دي.

دی زیاتوي، تښتول شوي کسان عام کارګر دي او هیله ده چې هغوی به راخوشې او خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو طالبانو له خوا د تښتول شوو کسانو په اړه څو ځلې د محکمې غونډې جوړې کړي.

دغه سرچینه وايي، ډېر امکان شته چې د تښتول شوو کسانو یوه ډله په نږدې ورځو او پاتې تر لوی اختر پورې را خوشي کړای شي.

وسله وال طالبان په دې اړه څه نه وايي، خو د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي موده وړاندې رسنیو ته ویلي وو چې د کندهار د سپین بولدک د برمې په سیمه کې یې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید کړی و او پر مهال یې ۵ پولیس وژلي وو.

هغه زیاته کړې وه چې د دې پوستې یو شمېر پولیس د سړک جوړولو د شرکت ودانۍ ته ننوتلي وو او د شرکت د کارکوونکو په منځ کې یې ځانونه پټ کړي وو چې وروسته طالبان ورپسې ورغلل او ډېری کسان يې له ځانونو سره بوتلل څو پولیس په کې پیدا او نور کسان بېرته خوشي کړي.

خو دا دی له یوې میاشتې ډېر وخت تېرېږي چې تښتول شوي کسان نه دي خوشي شوي.

ښوراک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلومتره په واټن پر ډيورنډ کرښه پرته ده چې له سپین بولدک څخه تر همدې ولسوالۍ ۹۰ کیلومتره سړک خام دی او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

په دې وروستیو کې د دغه سړک جوړولو چارې پیل شوې وې خو وسله والو طالبانو یې مخه ډپ کړه.

چارواکي وايي، وسله والو نه یوازې د اړوند شرکت ۴۳ کارګر وتښتول، بلکې ١٥ عرادې وسايط یې هم وسوځول او د شرکت د مسوول په وینا، دوی ته یې شاوخوا دوه ميليونه ډالره زيان واړاوه.

له دې پېښې وروسته د سړک جوړولو چارې په ټپه درېدلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه