منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد کې د موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٦ زمری ۹۷): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د موټرسايکلونو سوداګر او پلورونکي وايي چې په ښار کې د موټرسايکلو پر ګرځېدو بنديز ورته ميليونونه افغانۍ تاوان اړولی او دغه راز له امله یې لس زره کسان بې روزګاره شوي دي.

دوی وايي، په جلال اباد ښار کې له ۶۰۰ زيات د موټر سايکلونو د پلور او ترميم دوکانونه شته چې تر لس زره ډېرو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره وه خو د موټرسايکلو پر ګرځېدو بنديز ياد کسان بې روزګاره کړي دي.

د دوکاندارانو د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار کې د موټرسايکلو پر کاروبار سلګونه زره ډالر پانګونه شوې خو اوس يې کارونه په ټپه ولاړ دي.

موټرسايکل پلورونکي او مستریان غوښتنه کوي چې لږ تر لږه دې ولايتي اداره په ښار کې اسناد لرونکو موټرسايکلو ته د يو نفري ګرځېدو اجازه ورکړي.

خو ولايتي اداره وايي چې ياده پرېکړه د خلکو د سر او مال د خونديتوب په موخه شوې او تر هغه وخته چې دوی له دې برخې ډاډمن شوي نه وي، په جلال اباد ښار کې به د موټرسايکلو ګرځېدو ته اجازه ورنه کړي.

د جلال اباد ښار د موټرسايکل پلورونکو اتحاديې مشر محمد صابر اکبري له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل چې د ښار په ځینو برخو کې د موټرسايکل پلورلو او ترميم تر ۶۰۰ ډېر دوکانونه وو چې لس زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره وه.

هغه وايي، دغو دوکانونو کې سلګونه زره ډالر پانګونه شوې چې اوس ټول موټرسايکل او پرزې یې په دوکانونو کې همداسې پراته دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې چې دغه بنديز لګېدلی، دوکاندارانو او سوداګرو يې ۱۱ ميليونه افغانۍ تاوان کړی دی.

اکبري غوښتنه کوي چې حکومت دې لږ تر لږه د قانوني اسناد لرونکو موټرسايکلو ته يو نفري ګرځېدو اجازه ورکړي؛ ځکه وايي، دوی ۹۰۰۰ موټرسايکلونو ته جوازونه اخيستي چې ځيني يې لا هم په دوکانونو کې د خرڅلاو لپاره ولاړ دي.

دوکانداران وايي، حکومت دې يا د دوی د کار پر وړاندې راپيدا کړي خنډونه لرې کړي او يا دې دوی ته اوښتی زيان ورکړي.

بريالی همدرد د موټرسايکلونو پلورنځی لري؛ هغه وايي، هره مياشت ۵۰زره افغانۍ د دوکان کرايه ورکوي، دولت ته ټکس او ماليه ورکوي، قانوني موټرسايکلونه پلوري؛ خو د کار پر وړاندې يې خنډ رامنځته شو.

هغه وايي، دوکان کې ورسره يوولس کسان په کار مصروف وو، خو اوس ټول بېکاره شوي دي.

غلام نبي چې په ښار کې د موټرسايکلونو مستري دی، وايي له تېرو شپږو مياشتو راهيسې بې روزګاره دی او کورنۍ يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغه پژواک ته وويل، د موټرسايکلونو پر ګرځولو بنديز د امنيت د ښه والي لپاره لګېدلی، خو نه امنيت راغی او نه هم دوی ته د بديل کار زمينه برابره شوه.

عام ښاريان دوه نظرونه؛ ځيني يې بنديز ښه ګڼي خو ځينی وايي چې امنيت نه دی تامين شوی، نو بايد بېرته موټرسايکلونو ته اجازه ورکړل شي، خو هغو موټرسايکلونو ته چې قانونو اسناد ولري.

زر حبيب د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو سيمې اوسېدونکی دی؛ هغه وويل، هره ورځ د تګ راتګ لپاره له دوه سوه کلدارو ډېرې مصرفوي، خو عايد يې په ورځ کې ۶۰۰ کلدارې دی.

هغه زياته کړه، پخوا به يې موټرسایکل ته د دوو سوو کلدارو تېل اچول او څو ورځې به یې ښار ته پرې تګ راتګ کاوه، خو اوس يې د قانوني اسناد لرونکی موټرسايکل په کور ولاړ دی.

د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکی ضياءالرحمن بيا پر دې نظر دی چې د موټرسايکلونو پر ګرځولو بنديز سره په ښار کې امنيت ښه شوی، هدفي وژنو او د غلاوو مخه نيول شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې موټرسايکل پلورونکو ته اوښتو زيانونو ولايتي اداره هم اندېښمنه کړې، خو لومړيتوب ورته د ښار د خلکو د ژوند ساتنه ده.

هغه له پژواک سره په مرکه کې وويل، څو مياشتې مخکې د موټرسايکل په وسیله څو پېښې رامنځته شوې او د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې، وسله والو يو شمېر پېښې هم پلان کړې وې چې دوی يې په دغه کار سره مخه ونيوه.

دی وايي، کشفي ارګانونه پر همدې موضوع کار کوي او هر کله چې له دې برخې ګواښونه کم شول، نو د قانوني اسنادو لرونکو موټرسايکلونو ګرځېدو ته به اجازه ورکړل شي.

شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې هغه وخت چې جلال اباد ښار کې په څو پېښو کې د موټرسايکل سپرو وسله والو له لوري پوليس په نښه شول، ښار کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګېد، څو د نا امنیو مخنیوی وشي خو له دغه کار سره ډېر خلک بېکاره شوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد