ژبه

د ازرې جګړه د ۱۶ امنیتي سرتېرو او ۳۱ طالبانو په وژل کېدو پاى ته ورسېده

توسط عبدالمقصود عزيزى

اگست 8, 2018 - 12:14 pm

Views: 75

پل علم (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): د لوګر د ازرې ولسوالۍ جګړه د څلورو ملکي وګړو، ١٦ امنيتي سرتېرو او ٣١ وسله والو طالبانو په وژل کېدو سره پاى ته رسېدلې ده.

دغه څرګندونې د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل نن (د زمري ١٧مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

وړمه شپه وسله والو طالبانو د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

وکيل وايي چې تېره ورځ ناوخته جګړه پاى ته رسېدلې خو له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې څلور ملکي وګړي، ١٦ امنيتي سرتېري او ٣١ طالبان وژل شوي دي.

نوموړي دا هم وويل چې په دې جګړه کې ٨ ملکي وګړي، ٢٦ امنيتي سرتېري او ٤٠ طالبان ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، له وژل شوو ١٦ سرتېرو ١٥ يې د امريکايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي.

خو بل لور ته د ناټو مطبوعاتي دفتر پرون پژواک ته ويلي وو چې په ازره کې دوى د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه هوايي بريد ترسره کړى دى.

هغوى د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وو ويلي خو زياته کړې يې وه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم د يادې مرګ ژوبلې د تاييد تر څنګ وويل چې جګړه پرون مازديګر پاى ته رسېدلې او اوس وضعيت بېرته سم شوى دى.

ده وويل چې پرون مرستندوى ځواکونه سيمې ته ورسېدل او طالبان يې پر شا وتمبول.

همدارنګه د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي صاحب خان پژواک ته وويل چې د تېرې ورځې په جګړه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او د څلورو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.