ژبه

د اماراتو د کرکټ په لس اووريز ليګ کې ١١ افغان لوبغاړي واخيستل شول

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٧): په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د لس اووريز ليګ لپاره د بېلابېلو لوبډلو له خوا ١١ افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي.

د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره لس اووريزې سيالۍ تېر کال په اماراتو کې پيل شوې دي، دا سيالۍ د اماراتو د کرکـټ بورډ ادارې او د کرکټ نړيوالې شورا له خوا رسمي شوې دي.

په دغه ليګ کې ټولې اته لوبډلې دي چې د پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو د بېلابېلو سوداګرو او سوداګريزو شرکتونو له خوا اخيستل شوې دي.

پرون شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د يادو لوبـډلو له خوا د لوبغاړو د اخيستلو مراسم ترسره شول.

مجيب ځدراڼ او محمد نبي د بنګال ټايګرز، شهزاد محمدي د راجپوت، ګلبدين نايب، شرف الدين اشرف او شاه پور ځدراڼ د پښتون لوبـډلې، راشد خان او نجيب ځدراڼ د مراټيا اربين او سميع الله شينواري د کراچين لوبـډلو له خوا پېرل شوي دي.

دغه لوبډلې د پاکستان، هند، سريلانکا او اماراتو د سوداګرو له خوا اخيستل شوې دي.

د کرکټ لوبې کارپوه ضياء ودان په دې سياليو کې د ١١ افغان لوبغاړو پر اخيستو خوښي ښيي او زياتوي چې افغان لوبغاړي په نړيوالو ليګونو کې ورځ تر بلې زياتېږي.

هغه پژواک ته وويل چې په دې ډول ليګونو کې د افغان لوبغاړو ګډون هغوى ته مالي او د لوبو د تجربو زياتېدو ګټې رسوي.

ده زياته کړه چې په دې ليګونو کې افغان لوبغاړي له نړيوالو مشهورو لوبغاړو او روزونکو سره له نږدې پاتې کېږي او د هغوى له تجربو ګټه اخلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم افغان لوبغاړو د هند، سريلانکا، بنګله دېش، انګلستان، پاکستان، ويسټ انډيز او ځينو نورو نړيوالو ليګونو کې برخه اخيستې ده.

login or register a new account.