منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ اسيايي جام کې د لومړۍ درجې هېواد په توګه ځان ثابت کړ

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٧) : د کرکټ لوبې شنونکي وايي چې افغانستان د يوه بشپړ غړيتوب لرونکي لومړۍ درجې هېواد په توګه په اسيايي جام سياليو کې ځان ثابت کړ.

د اسيا د شپږو غوره لوبډلو پاکستان، هندوستان، افغانستان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ترمنځ دا پنځوس اووريزې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

افغانستان په خپل ګروپ کې د سريلانکا او بنګله دېش په څېر پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکولو سره دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، هلته يې له پاکستان او بنګله دېش څخه تقريباً لوبې ګټلې وې، خو دواړه لوبې يې وروستي اوور کې د کمې تجربې او فشار له امله بايلودې.

د دويم پړاو درېيمه لوبه يې د هندوستان په څېر د نړۍ پياوړې لوبډلې سره مساوي پاى ته ورسوله، چې د کرکټ نړيوالو مبصرينو دا لوبه هم د افغانستان لپاره ګټلې وبلله.

په دې سياليو کې د افغانستان له لوري له لومړۍ څخه تر وروستۍ لوبې پورې حشمت الله شهيدي ډېر ښه وځلېد، دغه راز په وروستيو دوو لوبو کې شهزاد محمدي ښه وځلېد، رحمت شاه، راشدخان، ګلبدين ، محمد نبي او سميع الله شينواري په توپ وهونه کې ښه وځلېدل.

دغه راز په توپ اچونه کې، راشد خان، مجيب ځدراڼ او افتاب عالم د تېر په څېر ښه وځلېدل او خپله وړتيا يې ثابته کړه.

په اسيايي جام کې د ملي لوبډلې ټوليزه لوبه :

د کرکټ لوبې کارپوه مشتاق رحيم وايي چې ملي لوبډلې په اسيايي جام کې په ټوليزه توګه ډېره ښه وځلېده ، چې تر لوبو مخکې ترې دداسې لوبې هيله نه وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ښې لوبې لومړى لامل دا و چې د اماراتو په لوبغالو او پېچونو کې افغان لوبغاړي بلد دي، د افغانستان سپنران هلته ښه لوبه کوي، دويم لامل يې دا و چې په ملي لوبـډله کې مثبت بدلونونه راغلي، په منځنيو لوبغاړو کې د حشمت او رحمت شاه په څېر تخنيکي لوبغاړي او په وروستيو کې د تېزې توپوهنې لوبغاړي هم ملي لوبډله کې شته دي.

ده زياته کړه : ((ملي لوبډله په ډېر لوړ همت او مورال مثبت فکر سره دې سياليو ته په دې تکل تللې وه  چې لوبې به ګټي، پخوا لوبغاړو فکر کاوه چې ددويمې درجې لوبډله يې ده، که ښه لوبه يې وکړه هم کافي ده، د ګټلو په غم کې نه وو، خو اوس دوى د لومړۍ درجې لوبغاړو او لوبډلې په توګه لوبې کوي او په اسيايي جام کې يې دا ثابته هم کړه.))

د کرکټ پخوانى ملي لوبغاړى او اوسنى ملي روزونکى رييس احمدزى بيا وايي چې له هيلو سره سمه ملي لوبډلې په اسيايي جام کې ښه لوبه وکړه او نړيوالو ته يې دا ثابته کړه چې افغانستان اوس د يو بشپړغړيتوب لرونکې لومړۍ درجې لوبډله ده، نه يواځې په شل اووريزو کې، بلکې په يو ورځنيو لوبو کې هم ښه سيالي کولى شي.

هغه پژواک ته وويل : ((پلان داسې و چې په ګروپي سياليو کې به له بنګله دېش او سريلانکا څخه لوبې ګټو، زموږ لوبډله اوس ډېره پياوړې شوې او د اماراتو ميدانونو سره ښه بلده ده.))

داحمدزي په وينا، دا هيله وه چې دويم پړاو ته به لاره پيدا کوي او په دويم پړاو کې هم د ښې لوبې پلان جوړ شوى و چې بيا لوبغاړو هماغسې ښه لوبه وکړه.

دى وايي په دويم پړاو کې لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه، له پاکستان او بنګله دېش يې ګټلې لوبې د فشار له امله بايللې، خو پر هغوى يې هم سخته تېره کړه.

رييس احمدزى زياتوي : (( که لوبغاړو پر ځان فشار نه واى راوستى، دا دوه لوبې يې هم ګټلې، خو په اسيايي جام کې دا ثابته شوه چې افغانستان اوس غټو لوبډلو ته هم ماتې ورکولى شي او له دغو لوبډلو سره سياله شوه. ))

دوى نړيوالو ته وښوده چې نه يواځې د شل اووريز ښه لوبډله يو، بلکې  د يو ورځنيو نړيوالو لوبو لپاره هم ښه لوبډله ده، اوس به هغوى افغانستان ته کمزوري نه ګوري، هرې لوبډلې ته سردرد جوړولى شي.

د کرکټ لوبې مبصر رحيم ګل څاروان وايي چې ملي لوبډلې دا ځل خورا متفاوتې لوبې وکړې او له لويه سره نه ښکارېده چې له لومړۍ درجې هېوادونو سره دې افغانستان دومره ښې لوبې وکړي.

هغه پژواک ته وويل چې د کرکټ نړيوالو مبصرينو هم د اسيا کپ په روانو سياليوکې افغانستان تر ټولو غوره او د خوښې لوبډلې بللې ده.

د نوموړي په وينا، افغانستان پخوا په يو ورځنيو لوبو کې چندان ښه نه ځلېده او ورته د شل اوريزو لوبډله ويل کېده، خو اوس يو ورځنيو لوبو کې افغانستان نه يواځې ټول ٥٠ اوورونه لوبوي، تر ٢٥٠ زيات هدف ورکوي او بيا ترې دفاع هم کولى شي.

د کرکت کارپوه او ژورنالېست زيرک فهيم وايي چې افغان لوبډلې په اسيايي کپ  کې خپلو ټولو لوبو کې ثابته کړه چې د ښه لوبېدلو وړتيا لري، د هند او پاکستان په څېر لوبډلې يې وروستي اوورنو ته يوړې، د بنګله دېش او سريلانکا لوبډلې يې په بېخي ډېر توپېر ماتې کړې.

هغه پژواک ته وويل، له اسيايي جام سياليو له پيل مخکې په لوړه کچه فکر کېده چې افغانستان به په ګروپي پړاو کې له دې لوبو بهر کړای شي، خو هر څه د توقع خلاف وشول او د ګروپي پړاو لوبې بې سارې وې.

په لوبډله کې ستونزې:

مشتاق رحيم وايي چې په اوپننګ يا د پيل لوبغاړو کې ستونزې شته، شهزاد محمدي بايد په خپل )(فټنس) يا روغتيا ډېره پاملرنه وکړي او خپل وزن کم کړي.

هغه زياتوي، احسان جنت ته ډېر چانسونه ورکړل شول، خو هغه خپله وړتيا ثابته نه کړه، افغانستان پياوړي ځوانان لري او بايد پر هغوى پانګونه وشي او ترې استفاده وشي.

د تېز توپ اچوونکو د ستونزې په اړه مشتاق رحيم وايي چې اوس يواځې افتاب عالم په ملي لوبډله کې شته، پر ګلبدين نايب ډېره تکيه کول نه دي په کار، بايد تخنيکي تېز توپ اچوونکو باندې کار وشي، چې مخالفه لوبډله ترې ووېرېږي.

ده زياته کړه، لس مياشتې نړيوال جام په انګلستان کې کېږي، هلته سست توپ اچوونکي يا سپنران نه چليږي، بايد پياوړي تېز توپ اچوونکي ولري.

رييس احمدزى هم تخنيکي ستونزې تاييدوي او وايي چې د پيل لوبغاړي تر فشار لاندې رانه شي او تر لسو پنځلسو اوورونو پورې په ميدان کې پاتې شي.

هغه هم د تېز توپ اچوونکو ستونزه جدي ګڼي او وايي چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا د ده.

د احمدزي په وينا، له بده مرغه له اسيايي جام مخکې پياوړي تېز توپ اچوونکي دولت ځدراڼ او وفادار زخمي شول.

څاروان وايي، د افغانستان توپوهنه ډېره ښه شوې، اوس لوبغاړي اوږدې ملګرتياوې کوي او پر يوه لوبغاړي تکيه هم کمه شوې ده.

هغه هم د تېز توپ اچوونکي د ستونزې پر هوارېدو ټينګار کوي .

خو زيرک فهيم وايي،د افغان لوبډلې پر ځينو توپوهونکو او په ټوله کې په فيلډنګ نېوکې شته دي.

ده زياته کړه : (( موږ ولېدل چې د پاکستان پر وړاندې لوبه مو يواځې د خراب فيلډنګ له امله بايلوده، او په نږدې ټولو لوبو کې زموږ د پيل توپ وهونکي ژر ژر وسوځېدل.

په ټولنيزو شبکو کې د کرکټ لوبې يو تن فعال ضياء ودان وايي چې افغان لوبـډلې په اسيايي جام سياليو کې له هيلو ډېرې زياتې ښې لوبې وکړې.

هغه پژواک ته وويل، سريلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکول، بيا له پاکستان او بنګله دېش سره سختې لوبې کول او له هند سره مساوي کول، ددې څرګندوي دى چې افغان لوبډله پياوړې شوې او نوي تکتيکونه يې زده کړي دي.

ودان د تېز توپ اچوونکو په اړه وايي چې په دې برخه کې بايد اوږوده مهاله روزنيز پروګرامونه په لاره واچول او په ملي کچه شته تېز توپ اچوونکو څخه  ګټه پورته شي.

نوموړي د پيل د لوبغاړو په اړه وويل، په دې برخه کې دې له نړيوالو روزونکو استفاده او له هغوى سره په دغه برخه کې لنډ مهاله قراردادونه وشي، څو دا ستونزه هواره شي.

نوموړي هم د شهزاد محمدي د وزن پر کمولو ټينګار وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې