ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د طالبانو نهه کسیزه ډله نیول شوې

په کابل کې د طالبانو نهه کسیزه ډله نیول شوې

author avatar
26 Sep 2018 - 20:38
په کابل کې د طالبانو نهه کسیزه ډله نیول شوې
author avatar
26 Sep 2018 - 20:38

کابل (پژواک،۴تله۹۷): د ملي امنیت ریاست په کابل کې د طالبانو د نهه کسیزې ډلې د نیول کېدو خبرو ورکوي.

د یاد ریاست په هغه خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته رارسېدلې راغلي چې یاد کسان د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ملي امنیت د ځانکړې قطعې په عملیاتو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو نومونه نجیب الله، طاوس، وطندوست، ګل احمد، عتیق الله، محمد سالم، احسان الله، حضرت خان او امرالدین ښودل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د یادې ډلې نیول شوي غړي په ترورېستې فعالیتونو، ماین خښولو، کمین نیولو او په مرکز او ولایتونو کې ترهګرو ته د امنیتي ځواکونو د تلو راتلو په اړه په راپور ورکولو بوخت و چې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې ځواکونو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو د نیول کېدو وخت نه دی په ډاکه شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.