خوست ښار (پژواک، ۷ تله ۹۷): خوست کې د يو ملي پانګه وال په مالي او تخنيکي مرسته د فوټبال جوړ شوی ټورنمنټ د متون کجيري کلي په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د فوټبال دغه ټورنمنټ چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ، د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو په ګډون د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو د فوټبال ۴۰ لوبډلو په کې ګډون کړی و.
د دغه ټورنمنټ پایلوبه د اسماعيل خېلو بريال کلب او د مرکز متون د کجيري کلي د فوټبال لوبډلو ترمنځ وشوه چې دوه د يو پر وړاندې د کجيري کلي د فوټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
لوبغاړي وايي چې د دې ډول ټورنمنټونو په جوړېدو سره کولی شي فوټبال ته پرمختګ ورکړي او د دې تر څنګ د نوو لوبغاړو په روزلو کې هم مهم رول لري.
د عمران او دلاور په نوم د فوټبال دوو لوبغاړو پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د خوست فوټبال ډېر په ټيټه درجه کې دی، نوي ځوانان کولی شي فوټبال ته رشد ورکړي. فوټبال داسې مسلکي کېدای شي چې هره لوبډله بايد روزونکی ولري او داسې ټورنمنټونه چې وي، فوټبال نور هم پرمختګ کوي.))
په همدې حال کې د خوست د فوټبال فدراسيون مشر عبدالفتاح واکمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د فوټبال شاوخوا ۲زره لوبغاړي موجود دي.
نوموړي زياته کړه چې د فوټبال د مسلکي کېدو او د لوبغاړو د ستونزو هوارولو په موخه وخت ناوخت د فوټبال روزونکو او لوبغاړو لپاره روزنيز ورکشاپونه جوړوي.
دی وايي: ((د فوټبال مسلکي کول روزنيزو کورسونو ته اړتيا لري چې الحمدالله نن هم موږ ۲۴ روزونکي او ۲۰ لوبڅاران ټولنې د خدمت په موخه وړاندې کړل، چې پنځه ورځنۍ روزنيز کورس ورته جوړ شوی و.))
د فوټبال دغه ټورنمنټ چې د ښار لوېديځ لور ته د حکيم تڼيوال تفريحي پارک د فوټبال په لوبغالي کې جوړ شوی و، نندارې ته يې هره ورځ د خوست له بېلابېلو سیمو سلګونه کسان راتلل.
شريف الله يو له دغو نندارچيانو دی چې د خپلو ملګرو سره يو ځای د پای لوبې ليدو ته راغلی دی.
هغه پژواک اژانس سره خبرو کې وويل چې دا ډول لوبې د ځوانانو په يوالي او د سولې په تامين کې مهم رول لري او له نورو ملي پانګه والو هم غواړي چې د ځوانانو د سرګرمۍ لپاره دا ډول سيالۍ ترتيب کړي.
شريف الله زياتوي: ((په دغه ټورنمنټ کې ډېر ځوانان مصروف وساتل شول، د نشه يي توکو او نورو ناروا کارونو څخه لرې وو او دلته يې خپل وخت تېراوه.))
ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د فوتبال په همدې لوبغالي د فوټبال يو بل لوی ټورنمنټ پيل شي چې د خوست په ګډون به د يو شمېر نورو ولايتونو د فوټبال لوبډلې هم په کې ګډون ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










